17 جوزا 1388
دننگرها ر د آرچین په ولسوالی کی دپنځو بابو ښوونځیو ودانی دبنسټ ډبرى كيښودل شوى
دننگرهار ولایت: نن دغبرګولى دمياشتي په ۱۷ نيټه، دننګرهار ولايت د آرچين په ولسوالي كى دلوخى، وچ كوت، خان دره، شهيد ګل اصغراو پيرو خيلو منځنېو ښوونځيو ودانېو دبنسټ ډبرى دنوموړی ولايت دپوهني رياست د رئيس محمد اقبال عزيزي لخوا كيښودل شوى.
د نوموړو ښوونځيو تعميرونه په پاخه او اساسی دول په يوه پوړکی په دوو بلاكونو كى د ولايتي بيا رغاونى تيم لخوا د ۹ لكو امريکايي دالرو په مجموعی لګښت د ۶ مياشتو په موده كى جوړيزى چی د هريو ښوونځی و دانۍ به ۱۶ درسی خونی ، داحاطى ديوار او نور ضروري ملحقات ولری.
د يادونی وړده چی د ياد شويو ښوونځيو دتعميرونو په جوړه ولو سره د نوموړو ښوونځيود زده كوونكو ستونزى دسرپناه دنشت والي له امله ليرى شى.
تعمير مكتب متوسطه ابدک سالنگ ولایت پروان افتتاح و به بهره برداری سپرده شد
ولایت پروان: امروز 17جوزا سال روان، تعمير مکتب متوسطه ابدک سالنگ ولسوالی سالنگ ولایت پروان توسط معاون تدریسی ریاست معارف و ولسوال منطقه درحالی که متنفذین قومی، استادان وشاگردان حضور داشتند افتتاح و به بهره برداری سپرده شد.
تعمیر مکتب متذکره بصورت پخته و اساسی در یک طبقه درساحه یک جریب زمین که ازطرف الحاج احسان الله یکتن ازباشنده گان معارف پرور آن ولسوالی در اختیار ریاست معارف گذاشته شده به مصرف مجموعی 49702 دالر امریکایی به کمک مالی بانگ جهانی در مدت 7 ماه اعمار گردیده، که دارای 5 صنف درسی ،2 اتاق اداری، ذخیره آب، 5 مبرز باسایر ملحقات ضروری آن می باشد.
گفتنی است که در مکتب متذکره به تعداد 249 تن شاگردان ذکور و اناث مصروف آموزش می باشند .
دلغمان په ولايت كى د يو ښوونځى دودانۍ دبنسټ ډبره كيښودل شوه
د لغمان ولایت: نن دروان کال دغبرګولى۱۷ نيټه، دلغمان ولایت د قرغيوو په ولسوالی كى ديو لومړنى ښوونځى ودانی دبنسټ ډبره د نوموړى ولايت د پوهنى رئيس اسدالله رويا لخوا كيښوودل شوه.
پدی غونډه کی د دولتی مسوولینوسربیره قومی مشرانو او د ښوونځی زده کونکو هم ګډون کړی و.
نوموړی تعمير په پاخه او اساسی دول د۴ جريبه دولتى ځمكى په ساحه كي دولايتي بيا رغاونى تيم لخوا ديولكو ا۶۰ زره امريكايي دالرو په مجموعی لګښت د۵ مياشتو په موده كى جوړيزى، چي ۸ خونى،۴ ادراى خونى،۶ تشنابه، يوحلقه داوبو څښكلو څاه اونور ضروري ملحقات لری.
ديادونی وړده چي په نوموړی ښوونځی کی ۲۴۲ زده کوونکی په زده کړه بوخت دی، چی درسی چاری يی د۶ تنو استادانو لخوا پرمخ بيول کيږی.
دفارياب ولايت د كليوالى ښوونځيودښوونکولپاره یوورکشاپ په لاره وچول شو
د فاریاب ولایت: نن د غبرګولى دمياشتى په ۱۷ نيټه، د فارياب ولایت دكليوالي ښوونځيو د ښوونكو لپاره دنوو كتابونو د پيژندلو ترعنوان لاندى ۱۳ ورځنۍ سمينار د فارياب ولايت د پوهنى رياست په تالارکی په لاره واچول شو.
نوموړی ورکشاپ د یونسف موسسه په مالی ملاتړ او د پوهنی ریاست په همکاری ددی ولایت دمرکز او ولسوالیو دكليوالى ښوونځيو ۳۲ تنو ښوونكو ګدون كړى
چی له مخی به یی دنوى ميتود په هكله پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی
دیادونی وړدی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانستل به د ښوونکو د پوهی د لوړلو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .
تدویرسمینار آموزشی در ولایت بلخ
ولایت بلخ: امروز17 جوزا سال روان، سمینار 13روزه آموزشی ورهنمودی دربخش سواد آموزی تجارت های کوچک وتعلیمات مدنی برای معلمین موسسه ملی افغان درتالار موسسه متذکره دایرگردید.
سمینار متذکره ازطرف موسسه ملی افغان وهمکاری ریاست معارف براه انداخته شده که به تعداد 60 تن ازمعلمین موسسه مذکور اشتراک ورزیده اند که درباره شیوه های جدید تعلیم وتربیه بزرگسالان آموزش دانستنی های ارزش مندی رافرا خواهند گرفت.
گفتنی است که دایر شدن همچوسمینارها دربلند بردن سطح اگاهی واشنایی معلمین باشیوه های جدید تدریس بخصوص درعرصه کار باکلان سالان موثرواقع می گردد.
د بادغیس ولايت دپوهنی ریاست سره داداری توکو مرسته
د بادغیس ولایت: دبادغیس ولایت دپوهنی ریاست سره د A.R.v دفتر لخوا دیوشمیراداری ټوکو مرسته وشوه.
په هغه مراسمو کی چی په همدی موخه په نوموړی ریاست کی جوړه شوی وه د بادغیس ولایت دپوهنی رئيس اويو شميرنورو دولتی چارواکو ګډون کړی و.
په نوموړی ټوکی کی یوپایه دفوتو کاپی ماشین، یوعدد رنگه پرنتر، یوپایه یخچال، یوپایه 33 کیلو واته جنرتور، 2 پایی چوبی الماری ، دوی پایی میز اوچوکی، دوه عدده دثریا تیلفون ، داورژنی ضد بالون ، شیشه یی میز، ترانسفرمر، دیزلی اوگازی بخاری اونور دضرورت وړشیان شامل دی.
دپوهنی رئيس ديادشوی نهاد دمرستی څخه په مننی سره زياته کړه ،چی خيريه نهادونه بايد خپلی مرستی دپوهنی په برخه کی زياتي کړی .
تدويرسمینار آموزشی
ولایت هرات: امروز1۷ جوزا ،سمینار ۶ تحت نام نظارت وارزیابی دقیق آمور تدریسی واداری برای مدیران واعضای نظارت ریاست های معارف حوزه غرب درسالون ریاست معارف آنولایت دایرگردید.
سمینارمتذکره به کمک مالی موسسه برک وبه همکاری ریاست معارف ولایت هرات براه انداخته شده ،که به تعداد 48 تن از اعضای نظارت ریاست معارف ولایت هرات،غور، بادغیس و فراه اشتراک ورزیده اند.
هدف ازتدویر سمینار متذکره آموزش نظارت دقیق، ارزیابی دقیق شاگردانوارزیابی میتود جدید ار دربرمی گیرند که درمدت 6 روز دررابطه به ارزیابی دانستنی های آرزشمند راه فرا خواهند گرفت.
گفتنی است که دایر شدن همچوسمینارها دربلند بردن سطح اگاهی واشنایی معلمین ومنسوبین معارف موثرواقع می گردد.
د نوو ښوونکو داستخدام په موخه ازاده سيالي ترسره شوه
د بغلان ولایت: د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې نن د یکشنبې په ورځ دروان کال دغبرگولی دمياشتی په 17 نيټه د بغلان ولايت دپوهنی دریاست په تالارکی 7 تنو ددولسمو ټولګيوفارغانو دنوموړی ولايت دپوهنې رياست په اړونده ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيستله.
ياده دی وی چی نوموړی کسان به دآزموينی دنتيجی نه وروسته دآندراب ولسوالي په ښوونځيو کی درسمی ښوونکو په حيث په ډنده وګمارل شی.
د يادونې وړده چې د پوهنې وزارت روان تعليمي كال ته د پوهنې د كيفيت د ښه والي نوم وركړي او هڅه كوي په هيواد كې د ښوونې اوروزنې روان بهير د كيفيت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيوكې د تدريس كولو په موخه يې د دا ډول ازادو سياليو ترسره كيدل يې يوه برخه ګڼلاى شو.
افتتاح اتاق لابراتوار، خیاطی وکتابخانه در ليسه عاطفه شهید ولایت کابل
ولایت کابل: امروز17 جوزا سال روان ،اتاق لابراتوار، کتابخانه واتاق خیاطی در لیسه عاطفه شهید درولسوالی استا لف ولایت کابل افتتاح گردید.
درمحفلی که بدین مناسبت درصحن آن لیسه برگزار گردید ه بود، محمد جعفر ساطع رئیس معارف ،ولسوال منطقه، اعضای شورای والدین مکتب ،استادان وشاگردان حضورداشتند.
گفتنی است که تما م تجهیزات اتاق های متذکره به مبلغ مجموعی (دوصد هزار) افغانی به کمک مالی انجمن ملالی مقیم فرانسه وانجمن ایشان درآلمان تمویل گردیده که اتاقهای متذکره مجهز به سامان آلات لابراتواری ، کتب فرهنگی واجتماعی غرض مطالعه برای شاگردان لیسه متذکره می باشند.همچنان 140 جوړه لباس برای شاگردان صنوف اول الی ششم نیز ازطرف انجمن های متذکره توزیع گردید.
قابل یاد اوری است که تعمیر لیسه متذکره بصورت پخته واساسی درسال 1382 به کمک مالی موسسه های متذکره اعمار گردیده که جمعا دارای 24 اتاق باسایر ملحقات آن می باشد.
دلوګر ولايت د دښوونکولپاره یوورکشاپ په لاره وچول شو
د لوگر ولایت: نن دغبرګولى دمياشتى په 17 نيټه، دلوگر ولایت دښوونځيو دښوونكو لپاره 3 ورځنۍ سميناردلوگر ولايت دبی بی آمنی لیسی په تالارکی په لاره واچول شو.
نوموړی ورکشاپ دهبیتات موسسه په مالی ملاتړ اودپوهنی ریاست په همکاری ددی ولایت دمرکز دښوونځيو 38 تنو ښوونكو ګدون كړى
چی له مخی به یی دنوى ښونيزنصاب په اړه پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی
دیادونی وړدی چی دورته ورکشاپونو پرانستل به دښوونکودپوهی دلوړلو په کچه کی دنوی روزنی داصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .
دميدان وردګ ولايت دپوهنى رياست ودانۍ پرانستل شوه
د میدان وردگ ولایت: نن دروان کال دغبرگولی دمیاشتی په 17 نيټه، دميدان وردګ ولايت دپوهنى رياست نوى ودانۍ دنوموړى ولايت دوالي محمد حليم فدايى اودپوهنى درئيس عبدالواحد حكمت لخوا دپتي په پريكولو سره رسما پرانيستل شوه .
په هغه غونده كى چى له همدى امله جوړه شوى وه دپوهنى وزارت سلاكار نعمت الله محمودى، ديوشمير دولتى ادارو رئيسانو،ښوونكو اوزده كوونكو ګدون درلود.
نوموړى ودانى په پاخه اواساسي دول په دووپوړنو كى د۳۷۳ مترمربع ځمكى په ساځه كى دنويوال بانګ په مالي مرسته ۴۹ لكه ۶۲ زره ۸۴ افغانيو په محموعي لګښت داعمار منزه ساختماني شركت لخوا ددوو كلونو په موده كى جوړه شوى، چى ۱۲ ادارى خونى اونور ضرورى ملحقات لرى.
دغونډى په پيل كى دوردكو ولايت والى دپوهنى رياست دچارواكو څخه وغوښتل چى دپوهنى په دګر كى خپلى هلى ځلى كړندى كړى وروسته دپوهنى دوزير پيغام دسلاكار نعمت الله محمودى لخوا ولوستل شو چى په هغى كى ددى ولايت خلكو ته دپوهنى رياست دنوى ودانى دپرانيستي مباركي وويل شوه .
په تخار كې د دوو نورو ښوونځيو بنسټ هم كيښودل شو
تخار
د غبرګولي ۱۷مه
د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ په سنګ اتش او يوخ كليو كې نن د يكشنبې په ورځ د هغه لومړنيو ښوونځيو بنسټ كيښودل شو چې په دې وروستيو كې د پوهنې وزارت له لوري منظور شوي وو.
په هغه غونډه كې چې په همدې اړه په فرخار ولسوالۍ كې جوړه شوې وه او د تخار ولايت د پوهنې رياست پر مسؤلينو سربيره لسګونو قومي مشرانو او ځايي دولتي چارواكو ګډون كړى وو، د پوهنې وزارت له دغه ګامه پورته كونې ستاينه وشوه او د غونډې ګډونوالو په دې برخه كې ورسره د لازياتو همكاريو غوښتنه وكړه.
دغه ښوونځي چې په پام كې ده په نيږدې څو مياشتو كې به يې د ودانيو د رغونې چارې هم پيل شي په هغو ځمكو كې جوړيږي چې د ځايي خلكو لخوا د پوهنې رياست ته وركړل شوې دي.
د سنګ آتش په كلي كې دغه نوى تاْسيس شوى ښوونځى ۱۵۰ او د يوخ په كلي كې تاْسيس شوى هغه يې ۲۰۰ تنه نجونې او ماشومان زده كونكي لري چې دامهال د جومات په خونو كې زده كړې كوي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه