07.06.2009 http://www.gzt.ru/
گزيتا. رو
له روسی ژباړ ونکی : حبيب الله غمخور
په امريکا کي هغه سړۍ نيول سوی چي د امريکا د جهور رئيس بارک اوباما د وژلو هوډ یې کړی وو.
د روسيې ټولو معتبره ورځپاڼو د هغه جملې گزيتا. رو، نن د جون پر اوومه په خپل لومړی مخ کي دا خبر خپور کړی چي: د امريکا پوليسو هغه سړى نيولی کوم چي د امريکا د ولسمشر بارک اوباما د وژلو اخطار ئې ورکړی و.
۳۶ کلن دينل جيمس ميوري (Daniel James Murray) د جمعې په ورځ د جون پر پنځمه د استخباراتو او پوليسو لخوا د نيوادا د ايالت د لوف دلين ښار په کازينو کښي نيول سوى دی.
د مې د مياشتي په ورستيو کښي چي ميوري د (( Utah )) د ايالت د سينت جورج ((Saint George)) په ښار کي د مرکزي بانک((Zions)) په لومړۍ څانگه کښي د بانک مامورينو ته ويلې وه چي د ده دنده د بارک اوباما په قتل رسول دي .
د بانک د مامورينو د استخباراتي ادارې مامورينو ته ويلې چي نوموړي دا خبري او اخطارونه په هغه وخت کي د بانک له کارمندانو سره شريک کړي وه کله چي هغه خپل بانکي حسابونه پرانيستل او بيا ئې دوباره تړل.
د نوموړي بانک مامورين وايي چي په لومړی سر کښي هغه د بانکي حسابونو د خوندي توب په هکله پوښتنې کولې او علاقه ئې لرل پدې پوه سی چي بانکي حسابونه څومره خوندی دي. هغه وويل پدې پوهېږي کله چي يو څوک پيسې له لاسه ورکړي ځان وژنې پولي ته نږدې کيږي، يعنې مجبورېږي چي په چان وژنه لاس پوري کړي.
همدا مامورين وايي دغه سړی د مې د مياشتي پر ۲۷ يوځل بيا هم د اقتصادي اوټولنيزو ناخوالو په اړوند خپله ناخوښي څرگنده کړه. خپلي خبري ئې پدې پخوانۍ وينا پاى ته ورسولې وظيفه هم دا ده چي بارک اوباماپه قتل ورسېږي.
د لاسته راغلو اسنادو له مخې دينل جيمس ميوري د نيويارک د ايالت اوسېدونکي سره د پوليسو او استخباراتو د مامورينو لخوا ((۸)) گرمي وسلې نيول سوی د ي.
د ده پخوانی گاونډی هم نوموړى يو تند مزاجه او پرابليماتيک سړى معرفي کوي. دغه گاونډي هغه داسي يو څوک وښود چي د نيويارک د ايالت د ريکسفورد د ښار په کوڅو کښي روان وي او د ځان سره خبري کوي.
د دې تر څنگ د نيول سوی سړي دينل جيمس ميوري پلار هم پوليسو ته ويلي چي د ده زوى ناروغ دي.
د رسمي معلوماتو له مخې په يك شنبې (د جون پر اوومه) به هغه د دې جرم په تور چي د امريکا د ولسمشر بارک اوباما د وژنې هوډ ئې درلود، محاکمې ته وغوښتل سي.
د يادولو وړ خبر ده چي دغه ډول کار سرته رسول ملي جرم گنل کيږي.