د افغان پوځ او طالبانو ترمنځ جګړو كي يو پوځي او اووه طالبان وژل سوي دي.
د غزني امنيه قومندان خيال باز شيرزى وايي پرون ناوخته د غزني د مركز او مقر ولسوالي ترمنځ لاره كي طالبانو د ملي پوځ پر سرتېرو حمله وكړه، چي له امله يې يو پوځي او دوه طالبان مړه او درې طالبان ټپيان سول.
بلي خواته چارواكي وايي د ميدان وردګو په سيد آباد ولسوالي كي يې د افغان او ايتلافي ځواكونو په عملياتو كي پنځه طالبان وژلي دي. د طالبانو وياند په سيد آباد كي جګړه تائېدوي خو خپلو كسانو ته اوښتې مرګ ژوبله نه مني.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه