کور / تازه خبرونه / د بردير اوسېدونكو د طالبانو پر ضد پاڅون وكړ

د بردير اوسېدونكو د طالبانو پر ضد پاڅون وكړ


د پښتونخوا ايالت د بر دير په سوونو اوسېدونكو د طالبانو پر ضد پاڅون وكړ.

د بر دير قبايلي مشرانو د طالبانو پر ضد د عملياتو د پيلېدو پرېكړه كړې او په يوه حمله كي يې د هغوى د څلورو ځايي چارواكو په ګډون ۱۱ طالبان وژلي دي.

بلي خواته پاكستاني پوځ هم د خلګو له دې قهر څخه په استفادې سره په سيمه كي عمليات سخت كړي او د طالبانو له خوا پر څلورو لاندي كړل سويو كليو يې ولكه ټينګه كړې ده او د پوځيانو له خوا د درو طالب جنګياليو د وژلو خبر هم وركړل سوئ دئ.

د بر دير اوسېدونكي وروسته له هغه د طالبانو پر ضد راوپاڅېدل چي درې ورځي دمخه د حياګۍ سيمي په يوه جومات كي د جمعې د لمانځه پر مهال چاودني ۵۰ كسه ووژل او تر ۱۰۰ زيات يې ټپيان كړل.

د دې حملې مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو د سيمي اوسېدونكو يې مسئوليت پر طالبانو اچولئ دئ.