کور / تازه خبرونه / کندهار: د شهيد عبدالصمد روحاني لومړی تلين او پرېکړه ليکونه

کندهار: د شهيد عبدالصمد روحاني لومړی تلين او پرېکړه ليکونه

ارواښاد عبدالصمد روحاني چې پوره يو کال وړاندې د نوموړي په پلرني ټاټوبي هلمند کې د ناڅرګندو کسانو له خوا شهيد کړل شو، نن يې لومړی تلين د كندهار دخبريالانوله لوري دسورغراوونيز ي په مرسته کندهار کښي ولمانځل شول. هغه غونډه چې د ارواښاد ځوانيمرګ عبدالصمد روحاني د لومړي تلين په وياړ د کندهار د بشر دحقوقودسازمان په دفتر کې جوړه شوې وه، د يو شمېر دولتي کسانو په ګډون پکې د زون په کچه ګڼ شمېر خبريالانو، ليکوالانو، اديبانو او عامو خلکو ګډون کړی و.




غونډې ته د خبرو پر مهال د کندهار ولايت مرستيال والي غلام جيلاني همايون د ارواښاد عبدالصمد روحاني مړينه په کلکه وغندله او د کندهار والي په استازيتوب يې يادونه وکړه چې خبريالان په ټولنه کې بې پرې کسان دي چې دولت به يې تل د امنيت ساتلو په اړه پوره هلې ځلې کوي. نوموړي وويل، نه يوازې د هلمند دولتي کسانو بلکې د افغانستان په کچه د ارواښاد د قاتلينو د موندلو په اړه پلټنې دوام لري.
غونډې ته د خبرو پرمهال د کندهار د ښځو چارو رئيسې رڼا ترين يادونه وکړه چې مېرمنو تل په هيواد او سيمه کې د سولې او ارامۍ غوښتنه کړې، په سوله او له ارامۍ په ډکه فضا کې يې د خپلو بچيو د روزلو هيله لرې ده، خو د نوموړي په خبره دا د يوې پښتنې مېرمنې په توګه نور په جنګ جګړو کې له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې له جنګ جګړو لاس واخلي او پښتني مېرمنې نور ونه ژوړوي.
په کندهار کې ازادو ژورناليستانو د اتحادې يا سفما مشر فضل رحمان غونډې ته د خبرو پر مهال په سوېل لوېديځه حوزه کې د ژورناليستانو اوسنی حالت د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه چې د تېر يوه کال په اوږدو کې د ژورنالستانو ژوند له سختو ګواښونو سره مخ دی. نوموړي د شهيد عبدالصمد روحاني او جاويد احمد جوجو ترور يو نه هېرېدونکې پېښې وبللې خو يادونه يې وکړه چې د هغوی ياد به تلپاتې او ژوندی وي.
دغونډې نورو وينا والو هم دصمد روحاني پر ژوند او كړنو رڼا واچوله او هغه يې دافغان ژورناليزم دډګر يو روښانه څېره وباله . په پام كې ده چې دروحاني شهيد دشهادت لمړى تلين به دكندهار دخبريالانو په غوښتنه نن په لندن،دوبۍ ،دهالنډ اوبلجيم دټولنو له لوري په بلجيم،جنوبي پښتونخواكوټه اوهمداراز دروحاني شهيد په پلارني ټاټوبي هلمند كي ولمانځل شي . په دغه غونډه كي دروحاني دلومړي تلين په وياړ جوړه شوې خبريال ويبپاڼه http://www.khabaryal.com/ پرانستل شوه .
د غونډې په وروستۍ برخه کې څو مادييز پرېکړليک هم د غونډې برخوالو ته واورول شو او پکې له دولت څخه په کلکه غوښتنه شوې وه چې ژورناليستانو ته په درنښت قايل شي او د ارواښاد روحاني د قاتلينو په موندلو کې دقيقې پلټنې وکړي.


 



 

د شهيد عبدالصمد روحاني د لومړۍ  ياد غونډي پرېکړه ليک :

د ارواښاد شهيد عبدالصمد روحاني او شهيد جاوېد احمد يازمي قاتلان تر اوسه لا نه دي پېژندل شوي، موږ له مسئولو مقاماتو څخه غوښتنه کوو چې د دوى په نيولو او محاکمه کولو کې جدي هلې ځلې وکړي.

موږ پر افغان دولت او د هغوى پر مخالفينو ږغ کوو چې ژورناليست يو بې پرې څوک دى، بايد دواړې غاړې د هغه د دندې احترام وکړي او په امنيت ساتلو کې يې هڅه وکړي.

د بيان آزادي د هر انسان طبيعي حق دى او ژورناليست د دغه حق رښتنيى مدافع دى، پر دې حق د هيچا له خوا تېرى مجاز نه دى، بايد هر ځاى او د هر چا له خوا يې درنښت وساتل شي.

ژورنالستانو ته زياتره مهال د دولتي چارواکو له خوا هم ستونزې را ولاړېږي، دوى بايد د ژورناليزم او بيان د آزادۍ په تقدس او اصولو پوه کړل شي.

موږ د شهيدانو عبدالصمد روحاني او جاوېد احمد يازمي د وينو د هر څاڅکي د حساب غوښتونکي يو، موږ به د دوى د وينو رنګ پېکه کېدو ته پرېنږدو او د ژورناليزم ټولې سپېڅلتيا ته په احترام سره به د هغوى لاره وپالو او د هغوى د سترو ارمانونو د پوره کېدو په لار کې به يوه شېبه آرام هم و نه کړو.






دختيزې سيمې دليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې پريکړه ليک!


جلال اباد: دغبرګولي اتلسمه١٣٨٨


دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې دشهيد عبدالصمد روحاني دشهادت دلومړي تلين دنمانځنې په مناسبت دجلال اباد په ښار کې غونډه وکړه او په ترڅ کې پر لاندې ټکو هوکړه وکړه،


١- په ننګرهارکې به ټولې نادولتي غږيزې او انځوريزې رسنۍ دافغانستان په وخت دشپې په اته بجو ديوې دقيقې لپاره خپلې خپرونې وځنډوي.


٢- له افغان دولت او په ځانګړې توګه دهلمند ولايت له چارواکو نه په ټينګه غوښتنه کوو چې دارواښاد روحاني دقاتلينو په موندلو کې خپلې هڅې په رښتونې توګه ګړندۍ او قاتلين يې دقانون منګولو ته وسپاري.


٣- له نړيوالې ټولنې نه په ټينګه غواړو چې په افغانستان کې دې دنادولتي رسنيو دخبريالانو پروړاندې دپرتو خنډونو په لرې کولو کې جدي ګامونه پورته کړي او دوې ته دې په خلاص مټ دکارکولو اسانتياوې برابرې کړي.


٤- په هيواد کې دې دخبريالانو دحقوقو دملاتړ ټولنې لانوره هم خپله همغږي ټينګه او دستونزو پروړاندې دې په يوه خوله خپل غږ پورته کوي.


                                                          په درنښت


                                     دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه