د نيمروز په ولايت كي د طالبانو له خوا د يوې حملې له كبله پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پېښه د نيمروز د خاشرود او فراه د دلارام ولسوالۍ ترمنځ هغه وخت رامنځته سوې چي طالبانو د ناټو ځواكونو د يوې شخصي امنيتي كمپنۍ پر عسكرو حمله وكړه.
د نيمروز والي غلام دستګير آزاد دغه پېښه تائېدوي او وايي له كبله يې د انګار په نوم شخصي كمپنۍ يو عسكر او درو طالبانو ژوند له لاسه وركړئ او همدا راد دوه پوليس او پنځه طالبان ټپيان سوي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه