د کله نه چی د طا لبانو حکومت ړنګ او پر ځاي نوي اداري په کار پيل وکړ نو افغا نستان ته ددوي په وينا نړي وا لي مرستي راماتي شوي نو هر لورته د بيا رغوني په نامه مرستي پيل شوي .
چا د شرکت په نا مه او چا هم د انجو په نامه د بيا رغوني د ا پروژي په ځيني روابطو او ځينو د پيسو له لياري چي ټول ولس پري پوهيړي خپلي کړلي او لادا لړي ادامه لري .او له دوي ځخه ګيله هم نشته ځکه دوي ويني چي هيځوک پوښتنه نه کوي او هغه د خلکو خبر ه ميدان چغا لي دي .هرځه چي کوي ازاد با زاردي . دا وړه شرکتونه چي زيا تره ي ا فغاني دي په نوي ازاد بازار ورګد دي چي په واړه پيمانه کارونه او پروژي ورسره دي او بهرنيان هم دوي ته غتي پروژي نه ورکوي .
دا ځکه چي ډيره ګټه خو بايد ددوي وي له موضوع ځخه به ليري نه ځم غواړم د هغي پروژي په هکله معلومات درکړم چي ولسمشر کرزي صا حب هغه ځو واري په خپلو خبرو کي ياده کړي او ډير پري وياړي . د کشم و لسوالي نه فيض اباد ته غزيدلي سړک دي چي کار يي له دو کالو راهيسته شروع دې دا په ريشتيا ډيره غټه پروژه ده او د امريکا د نړي والي پراختياي ا دري له لوري د يوي امريکاي کمپني له خوا چي (لوسبرجر ګروب ) نوميږي تر کا رﻻندي ده .
نوموړي کمپني ددي سرک په هرکيلو متر باند ي تر يو ميلون امريکاي ډالرو زياتي پيسي اخيستي دي . خوکله چي د کار کيفيت يي ګوري نو بيا د واريه پوهيږي چي پدي پروژه کي تر کومي کچي بي پرواي روانه ده . د انجينري د مسلک له نظره د سرک په ساتنه کي عمده رول د هغي د بد نه خاوريني برخي(بدنه خاکي) ځخه د او بو د جريان تنظيم دي .
چي په عمده ډول هغه د پل پلچک واش استنادي ديوار او جويچه ځخه دي د دي ساختمانونو جوړول د يو دقيپق هايد رولوژيکي پلان او داو بو د جريان په نِظرکي نيو لو سره کيږي .خصوصاْ په داسي سپمه کي لکه بدخشان چ 80٪ ځمکه يي غرني ده .
زه نه پوهيزم چي دي کمپني دا ډول ډيزاين په کوم نورم ترسره کړي.
اول : خو دوي 8 ځايه غټ پلونه په واشونو تبد يل کړي چي لا اوسه ييي ستونزي زيږولي دي او مدام په هغو ځاي کي سيلابونه راځي مسلګ ددي ډول واش ته هپځ وخت اجازه نه ورکوي
دويم : تول پلچکو نه به غير دهايدرولو ژيکي محاسبي يعني په ټيپيک ډول جوړ شوي دي . د مسلک له نظر ه کله چي ټيپيک پلجک انتخا بيږي نو هغه اعظمي جريان په نظر کي نيول کيزي يعني داپه دي معنا چي دروست ارقام نشته په لاسکي نو ډيزاينر هغه اعظمي جريان انتخابوي .چون منطقه هم سيلاب خيزه ده.
که په دي پروژه کي پلچکونه وويني نو په يوه کمه ارتفاع کښي جوړ شوي چي خپله پلچک د يوي موانع کارکوي .همدا نيژدي سيلابونو اکسره پلچکونه بند او يا قسماْ تخريب کړي دي .
دريم : تر ټولو جالبه کار ددوي دسړک د غاړي ويالي يا (جويچه) دي په ټوله انجينري منولو او لايحو کي به ځوک 20cm سنګ کاري نوي ليدلي هغه هم د ښا رونو په منځ کي چي دموټرو ګڼه ګونه او د ليلاري په خا طر موتر بايد د سرک ځنډي
ته پارک شي نو د يو شل ټنه موتر وزن د جانبي فشار په 20سانتي متره ديوال ځرنګه برداشت کړاي شي . په اصل کي دا د
ډ برو 20سانتي ديوالونه په ډيزاين کي اوسپنيز کانکريټ دي چي د( سامون )کورياي کمپني لخواچي دوهم لاس يا Sub Contractor کارکوي په ډ برو اوښتي . لنډه دا
چي هرځه له معيار سره برابر ندي . بس ځانونه داسي بولي چي هيخ مسوليت نلري
نور نه له سرنه نيولي تر اخر پوري ټول بهرنينان په کار لګيا دې . د سراينجينير نه نيولي بيا تر عادي فورمين پوري ټول بنګلاديشيان دې نه پوهيږم چي ددوي سره بيا ځه رابطه لري . ايا په موږ افغانانو کي د يوه فورمين بنګلا ديشي وړتيا هم نشته په کار خو دا وه چي موږ په لومړي توبونو کي واي د و ظيفي له مخي .خو بر عکس موږد افغانانو خورانو ته يي فقط يو بيرغ په لاس کي ورکړي چي اشاره وکړي چي مخته مه راځي کارجريان لري .
يا هم ځيني ټوپک پلاس فقط ددوي سا تنه کوي . بس ځانونه يي پړسولي وي ته نه واي چي که دو ي نه وي موږ ډډوډي خوراک هم ندي زده .
ددوي د نوي راوړ شوي انجينري ټرمينا لوژي پر اساس ځوک Project Manager, project Engineer , Quality control Engineer , Quality assurance .site foramen او داسي نور يي سره درته کتارکړي . د کار کيفيت او نو ر ځه نشته بس که دي يو دوخ توري انګليسي زده وه تر تا نامي نسته .
داسمه ده چي موږ افغانان له نوي ټکنالوژي سره بلد ندي خو تر دي اندازي هم نه چي دوي داسي ورسره کوي . زه تاسو ته دا ډاډ درکوم . چي تردغو بنګلا ديشيانو موږ په مراتبو ښه کارکولاي شو .
شايد خيني لوستوونکي فکر وکړي چي شايد ما ته ي کارندي راکړي چي داسي وايم . خو زه چي ځه وايم هغه ا حقيقت دي دا چي ځوک يي مني که نه دا په دوي پوري اړه لري .
خو چارواکي بايد ددي پروژي په حال ځان خبر کړي خکه دا يو له مهمو پروژو ځخه ده او زياتي پيسسي پري مصرفيږي
بس ګله چي دا وضعيت ګورم نو هغه د تړون صاحب شعر را ياد شي :
بيا راغونه که هم دو مره وي نو *** دا څو پلچکه دي ستا سر وخوري