د امريكا د سافټوېرونو د تجارتي كمپنيو اتحاديه وايي زيمبابوې د سافټوېرونو په غلا كي د نړۍ تر ټولو هيوادونه مخته ده.
د امريكايي كمپنيو د دې ټولني راپور وايي په ۲۰۰۸ كال په زيمبابوې كي ۹۲ فيصده كار سوي بېلابېل سافټوېرونه په ناقانونه توګه غلا سوي وو، چي په ۲۰۰۷ كال كي كچه ۹۱ فيصده وه.
د زيمبابوې د انفارمېشن ټكنالوژي وزير نيلسن چاميسا دغه ناقانونه كار مني، خو علت يې د دې هيواد مخ پر ځوړند اقتصادي حالت او په نړۍ كي د سافټوېرونو ګراني په ګوته كوي، نوموړي له دې سره – سره وويل چي حكومت يې پر داسي يوه طرحه باندي كار كوي چي د سافټوېرونو د كاپي رايټ حق محفوظ كړي.
د امريكايي كپمپنيو په دې راپور كي كيمرون د سافټوېرونو په غلا كي دوهم نمبر، ارمنستان، بنګلدېش، پاكستان او ګرجستان هم د نړۍ له هغو هيوادونو څخه شمېرل سوي چي د كاپي رايټ حق تر پښو پكښي لاندي كېږي.