د لر افغانستان د كرمي ايجنسۍ د بنګښو قبيلې بر افغانستان ته د ډله ايزي كډوالۍ پرېكړه وكړه.
د بنګښو قبيلې دا تصميم تر يوې جرګې وروسته ځكه نيولئ چي وايي له څو مياشتو راهيسي د دوى سيمو ته د جنګ جګړو له امله غځېدلي لاري بندي او دوى له ستونزو سره مخ دي.
د بنګښو د قبيلې يوه مشر ميرزمان بنګښ وايي په سيمه كي د خوراكي توكو كاختي راغلې او دارو درمل هم نه پيدا كېږي، نو ځكه د دوى د قبيلې ۵۰۰ كورنيو بر افغانستان د هجرت فيصله وكړه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه