د پښتونخوا ايالت د بردير د پرونۍ چاودني مړي ۴۹ ته ورسېده.
دا چاودنه چي د بر دير د حياګۍ سيمي په يوه جومات كي پرون د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځته سوه، ۴۰ كسان يې وژلي او د ۱۰۰ په شاوخوا كي يې ټپيان كړي وو.
د شرينګل روغتون ډاكټران وايي د پرونيو ټپيانو څخه يې ۹ تنو نن په روغتون كي ساه وركړه چي د مړو شمېر يې ۴۹ ته ورساوه.
د بردير پوليسو پرون ويلي وو چي بريد يوه ځانمرګي كس ترسره كړئ، خو په جومات كي حاضرو كسانو ويل له نښو نښانو څخه داسي ښكاري چي چاودونكي توكي په جومات كي له مخكي ځاى پر ځاى سوي وو.
د جومات د پرونۍ چاودني مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ او نه هم حكومت چا ته په دې بريد كي د لاس لرلو ګوته نيولې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه