د جمعې په ورځ درې كم عمره زلميان هغه وخت ووژل سول چي د پوليسو او طالبانو ترمنځ په جنګ كي راګير سول.
د غزني امنيه قومندان خيال باز شيرزوى دغه پېښه تائېدوي او وايي ياد سوي كسان په يوه موټر كي سپاره ول چي د طالبانو پوليسو ترمنځ جنګ وموښتئ او د موټر سوارليو ته مرګ ژوبله واوښته.
د شيرزوى په وينا په دغو كسانو كي يو لس كلن كوچنى ژوبل سوئ هم دئ.
بلي خواته په ننګرهار ولايت كي دوو پرله پسې چاودنو شپږ پوليس وژلي دي.
د ننګهرا د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي د پنجشنبې په ورځ په همدې ولايت كي يو كس هغه وخت په خپل ماين وژل سوئ چي د ننګر په پوهنتون كي يې ځاى پر ځاى كاوه.
همدا راز په روزګان ولايت كي د جمعې په ورځ د ماين په يوه چاودنه كي دوه پوليس وژل سوي دي. د روزګان د پوليسو مرستيال محمدګلاب دغه پېښه تائېدو او وايي پوليس په پلې ګزمه وتلي وو چي دغه چاودنه پر وسوه.
د كندهار پوليس هم د ماين په يوه چاودنه كي چي د پنجشنبې په ماښام رامنځته سوې د يوه پوليس او يوه ملكي موټروان د وژني خبر وركوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه