بس دی بس دی تنبلی پښتونه بس دی
خوب و خیال او بیغمی پښتونه بس دی
ټول قومونه د پیشرفت په لور روان دی
ته لا خط نشی لوستي پښتونه بس دی
د پوهان او پوهنوال خبری نه اوری
پخپل چُرت کی يي روان پښتونه بس دی
له درانه خوبه به کله را بیدار شی
کور او کلی دی شو وران پښتونه بس دی
غلیمان ستا په وطن کی جوړ زندان کړل
ته لا هیڅ نه یی خبر پښتونه بس دی
ستا مذهب کی وهابیان ټول وهی لاس
بیخبره یی له ځان پښتونه بس دی
خپل وطن دی د غلیم له شره ساته
نصیحت واوره د (مل) پښتونه بس دی
یادنه :
کله، کله ادبي برخې ته داسې شعرونه راځي چی هغه د چا خبره ډیرې ستونزې لري، خو بیا یې هم لر او بر ددې لپاره خپروي چې ډېری شاعران نوي ځوانان دي، څو وهڅول شي، مګر ددې خبرې سره کله، کله دا اندېښنه هم پیدا کيږي چې هسې نه وي زموږ نوي شاعران په همداسې لار روان پاتې شي، نو له دې امله د لراوبر ادبي څانګه غواړي چی په ځینو شعرونو خپل نظرونه ولیکي، چی په دې سره به د نويو شاعرانو پام خپلو ستونزو ته واوړي.
د پورته شعر په اړه د لر اوبر د ادبي برخې نظر:
لمړی بیت
بس دی بس دی تنبلی پښتونه بس دی
خوب و خیال او بیغمی پښتونه بس دی
دا بیت چې دولس سیلابه دی، خو قافیه پکې د ردیف سره څه ستونزه لري، لمړی دا چې که قافیه تنبلي وي، نو تنبلی باید ونه لیکل شي، چې په غالب ګمان به تنبلي وي، چی په دې کې باید د ردیف ورستی، دی، په ده واوړي، او همدارنګه بس دی، بس دی، هم په بس ده بس ده واوړي، داسې:
بس ده بس ده تنبلي پښتونه بس ده
خوب و خیال او بیغمي پښتونه بس ده
دویم بیت:
ټول قومونه د پیشرفت په لور روان دی
ته لا خط نشی لوستي پښتونه بس دی
په دې کې که دویم مسره کې ته لا خط نشې لوستی پښتونه بس ده، دا که داسې شي نو موضوع به هم ساتل شوې وي، او قافیه او ردیف به هم سم شوی وي.
ټول قومونه د پیشرفت په لور روان دی
ته، لوست نشې کړای سهي پښتونه بس ده
دریم بیت:
د پوهان او پوهنوال خبری نه اوری
پخپل چُرت کی يي روان پښتونه بس دی
جوړ بیت:
د پوهان او پوهنوال خبرې نه اورې
پخپل چُرت کې يې رهي پښتونه بس ده
څلورم بیت:
له درانه خوبه به کله را بیدار شی
کور او کلی دی شو وران پښتونه بس دی
جوړ بیت
له درانه خوبه به کله را بیدار شې
کور او کلي د وران دي پښتونه بس ده
پنځم بیت:
غلیمان ستا په وطن کی جوړ زندان کړل
ته لا هیڅ نه یی خبر پښتونه بس دی
جوړ بیت:
دښمن ستا وطن کې جوړ کړل زندانونه
ته خبر نه چې څه دي، پښتونه بس ده
شپږم بیت:
ستا مذهب کی وهابیان ټول وهی لاس
بیخبره یی له ځان پښتونه بس دی
جوړ بیت:
ناخبره یې له ځان، چې د مذهب کې
وهابیان ګوتې وهي، پښتونه بس ده
ورستی بیت:
خپل وطن دی د غلیم له شره ساته
نصیحت واوره د (مل) پښتونه بس دی
جوړ بیت:
خپل وطن دی د غلیم له شره ساته
نصیحت به د (مل) وي، پښتونه بس دی
ټول جوړ غزل:
بس ده بس ده تنبلي پښتونه بس ده
خوب و خیال او بیغمي پښتونه بس ده
ټول قومونه د پیشرفت په لور روان دی
ته، لوست نشې کړای سهي پښتونه بس ده
د پوهان او پوهنوال خبرې نه اورې
پخپل چُرت کې يې رهي پښتونه بس ده
له درانه خوبه به کله را بیدار شې
کور او کلي د وران دي پښتونه بس ده
دښمن ستا وطن کې جوړ کړل زندانونه
ته خبر نه چې څه دي، پښتونه بس ده
ناخبره یې له ځان، چې د مذهب کې
وهابیان ګوتې وهي، پښتونه بس ده
خپل وطن دی د غلیم له شره ساته
نصیحت به د (مل) وي، پښتونه بس دی