اسلامي سیاست څه ته وایې؟
ټول وخت د قضاء د امورو ترسره کول:
دقاضى او دهغه د اولاد نفقه د ټولنى په غاړه ده- امام بخارى رحمة الله عليه په صحيح بخارى كتاب الاحكام کې لیکلي دى چى د حكامو او قاضیانو اقتصادى اړتیاوي پوره كول د ملت مسئوليت دى. قاضى شريح رحمة الله عليه به د ملت د خزانى څخه تنخواه اخسته ، سیدنا ابوبكر رضى الله تعالې عنه او سیدنا عمر رضى اله تعالې عنه به هم د خلافت په وخت کې دبيت المال څخه تنخواه اخسته .
ابو على الكرابيسى رحمة الله عليه فرمايى چى : په قضاء تنخواه اخستل روا دى ما ته د صحابه رضى الله عنهم او د هغوي څخه وروسته د علماء د هيڅ يوه څخه دا معلومه نه ده چى دى ته ئى حرام ويلى وي هغه خلكو چى په قضا تنخواه نه ده اخستى هغوي يوازى د تورع او احتیاط په اساس دا كار نه دى کړې او نه يې ده اخستى بلكه په دى خاطر يى کړې چى ځیني وخت کې بيت المال ته مشتبه مالونه هم راځي د بلى خواكه چيرى دبيت المال مال په حرامه لاره لاس ته راغلى وي. په هغه حالت کې ترى تنخواه اخستل هم حرام دي1.
د حنفى فقهاو فتوي هم همدا ده چى قاضى په خپله قضا ء تنخواه اخستى شي 2.
كله چى د قاضى كفالت د بيت المال په غاړه دى نوهغه ته بیا په كار دى چى د شخصى تجارت څخه ځان وژغورى.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلى دى چى تجارت لرونکې قاضى او حاكم په عدل ټينگ نه شي پاته كيداى3 .
حنفى فقهاو لیکلي دى چى : قاضى ته په خپله تجارت (اخستل او پلورل) په كار نه دى بلكه هغه ته په كار دى چه داكار دنورو په واسطه وکړې. امام محمد رحمة الله عليه او ( د مبسوط ليكونکې ) څخه روايت دى چى قاضى د عدالت او محكمى څخه د باندى په بل ځاې کې داخستلو او خرڅولو كار كولى شي – خوسهي داده چى په بل ځاې کې هم بايد دا كار ونه کړې له دى امله چى خلك به د خپل ځان په حق د پريکړې كولو په خاطر د ده سره دراکړې ورکړې په معامله کې مراعات وکړې ( چى دا د رشوت كار ورکوي ) 4.
د محكمى اّّزادى او د قانون پورته والي
د عدل د قائميدو له پاره په كار دى چى قضائيه او اجرائيه قوي يو د بل څخه بيلى وي او قانون په ټولو پورته او لوړ وي د اسلامي نظام په عدل کې د هيواد د ولسمشر او رئيس څخه نيولى تر يو عام اوسيدونکې پورى او د يو لوي عسكرى صاحب منصب څخه نيولى تريو كوچنى عسكر پورى ټول برابر او هر يو د پوښتنى دځواب په خاطر راغوښتل کیږي او دوي ته د قانون مطابق سزا هم وركول کیږي خو د قضائيه قوي په كارکې د اجرائيه قوي هيڅ شخص ، كوچنى وى اوكه لوی د مداخلى كولو هيڅ حق نه لري . دا د قاضى پورته والي نه دى ، بلكه د قانون هسكوالي دى چى خپله په قاضى هم نافذیداي ، كه چيرى چا په قاضى القضات باندى هم دعوه وکړه نو بل قاضى به د هغى دعوي اورى او بیا به د قانون په مطابق پریکړه کوي .
د يهودیانو تګلاره
د اسلام څخه ترمخه د قوي او طاقت لرونکې له پاره يو ډول قانون و او د كمزورى او ضعيف له پاره بل ډول قانون و ، لكه څنګه چى نن هم په ځیني تش په نامه پرمخ تللو هيوادونو کې د تور او د سپين ترمنځ قانون بيل دى ، په مدينى کې ديهودو دوه ډلې ،بنو نضير او بنو قريظه، اوسيدلې ، چى بنو نضير د قوت او دولت له پلوه په بنو قريظه باندى ځواکمنه وه، د بنو نضير ډلې بنو قريظه په دى ظالمانه تړون باندى مجبوره کړې وه چى كه چيرى د بنو نضير د ډلې څخه كوم سړي د بنو قريظه کوم څوك قتل کړې ، نو هغه ته به د قصاص ( بدلى) د اخستلو حق نه وي ، بلكه يوازى70 وسق5 كجورى به د هغه د وينى په بدله کې ورکوي.( وسق نژدى 32 منه کیږي او 70 وسق نږدى 2240 منه کیږي .)
خو كه چيرى معامله د دى په خلاف وي نو بیا قانون دا و چى د بنو قريضه د وينى د تويولو دوه برابره يعنى 140 وسقه كجورى به هم ورکوي او قصاص به هم ورځنې اخلى. يوازى دا نه چى قصاص او دوه چنده ديت به ورڅخه اخستل کیږي بلكه دا هم وه چى كه چيرى يى د بنو نضير د قبيلى ښځه ووژله نو د هغه په بدل کې به د بنو قريضه نارينه وژل کیږي او كه چيرى مقتول سړي وي ، نو د هغه په بدل کې به دبنو قريضه دوه كسه سړي وژل کیږي، او كه چيرى د بنو نضير غلام ئى وژلى وي نو د هغه په بدل کې به دبنوقريضه ازاد سړي په قتل رسیږي ، كه چيرى د بنو نضيرد قبيلى د چا لاس پريکړل شو ، نو د بنو قريضه څخه به د يوه كس دوه لاسه پرى کول کیږي او كه يو غوږ پرى شوي وي نو دهغوي څخه به دوه غوږونه پرى کړل کیږي 6
په تورات کې د واده کړې ښځې سره زنا كولو سزا ،قتلول یا په تيږو ويشتل و “7 ” نو د يهودو د زنا د يوه معاملى په وخت کې رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغوي يو ستر عالم ته وويل چى زه تا ته د هغه الله جل جلاله په نوم سوګند دریادوم چه هغه په موسى عليه السلام تورات رانازل کړې و، او پوښتنه در څخه كوم ، چى په تورات کې د زنا سزا يوازى مخ تورول دى چى ستاسې په منځ کې ئى رواج موندلى دى ، هغه وويل ريښتیا خبره خو دا ده چى په تورات کې د دى جرم سزا رجم ( په تيږو ويشتل ) ښوولى شوي ده ، خو كله چه زمونږ د شهزاده ګانو په منځ کې زنا ډیره شوه . نو مونږ هغوي ته سزا وركول پرى ښول مګر په كمزورو خلكو هماغسى سزا جارى كيدله. وروسته مونږ مشوره وکړه چى داسى سزا ټاكل په كاردى چه په ټولو يو ډول جارى كیداې شي ، نو هماغه وه چى مونږ د وهلو ټكولو او د مجرم د مخ تورولو او هغه پسى د ډلې خلكو د ويستلو سزا و ټاكله او رجم مو پر يښود . په دى خبره رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : [اى خدايه زه هغه ړومبنى شخص يم چه ستا دا حكم مى را ژوندى کړ ، كوم چى هغو خلكو ځنډ کړې و] او بیائى هغه يهودى زانیانو ته د سنگسار كولو سزا و اوروله د كومو د عوه چه د رسول الله صلى الله عليه وسلم عدالت او محكمى ته راوړل شوي وه او د همدى واقعى په هکله د المائدى دسورت د44 اّيت څخه تر 47 اّيت پورى را نازل شوي وو .
د نبوي صلى الله عليه وسلم
او راشدينو خلفاو تگلارې
د انسانيت ستر لار ښود محمد صلى الله عليه وسلم راغى او ټول توپيرونه ئى له منځه يوړل او د اّدم عليه السلام د اولاد د حقوقو د برابرۍ اعلان ئى وکړ. د قانون لوړ والي يى وساته او د كمزورى او قوي له پاره ئى يو ډول احكام جارى کړل . دلته د نمونې په توګه څو مثالونه را اخلو:
1 – د قريشو د بنو مخزوم د قبيلى د يوي ښځې فاطمه اسود څخه د غلاكولو جرم وشو ، د قريشو د ټينګار په اساس سیدنا اسامه بن زيد رضى الله عنه د سزا د بخښولو سپارښتنه وکړه په دى خبره رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:[ ایا تاسې د الله جل جلاله د ټاكلى حد بخښل غواړئ] او بیا ودريده او خلكو ته ئى په وينا کې وويل :
[یا ايها الناس انما ضل من كان قبلكم انهم كانوا اذا سرق الشريف تركوه و اذا سرق الضعيف فيهم اقاموا عليه الحد وايم الله لو ان فاطمه بنت محمد سرقت لقطع محمد يدها ]
( اى خلكو ! له تاسو پخوا چى كوم امتونه تير شوي دى هغوي په دى اساس گمراه او بى لارې شوي وو چى كله به د هغوي د لوړي كورنى چا غلا وکړه نو هغه به ئى پرى ښوولو او كله به ئى چى د ښكته درجى چا غلا وکړه نو په هغه به يى حد جارى کړ او زه په الله جل جلاله سوګند كوم چى كه چيرى د محمد صلى الله عليه وسلم لور فاطمى غلا کړې واى نو محمد صلى الله عليه وسلم به خامخا د هغه لاس ورپرى کړې و) 8.
2 – د فوت كيدو د مرض په وخت کې يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم د فضل بن عباس رضى الله تعالې عنه په مرسته مسجد ته تشريف يووړ او د لمانځه وروسته په ممبر وخوت او وئى فرمايل :
[كه چيرى ما چا ته ښكنځل کړې وي نو هغه دى خپله بدله له ما څخه واخلي او كه چيرى ما د چا مال اخستى وي نو هغه دى هم خپل حق له ما څخه وغواړى او یا دى راته بخښنه وکړې څو چى زه رب العالمين ته په ډاډه زړه ورشم ، ټول مسجد کې د خلكو د ډلې څخه يوازى يو شخص پورته شو او وئى ويل چى تا په هغه ورځ زما څخه درى روپى پور کړې وي هغه ماته راکړه، رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپل كاكا زوي فضل بن عباس رضى الله تعالې عنه ته وويلى چى زما له خوا نه هغه ته درى روپى ورکړه .9]
3 – عبدالله بن جبير خزاعى رضى الله تعالې عنه فرمائى چى يو وخت د رسول الله صلى الله عليه وسلم په لاس کې د كجورو يوه لښته وه او یا مسواك و چى د هغه په واسطه د يو سړي په ملاکې داغ وشو، هغه وويل (ما ته دى درد ورسا وه) نو په دى خاطر ما ته د بدلى اخستلو اجازه راکړئ ، هغه هماغه لښته ده ته ورکړه او ورته ئى وفرمايل : بدله واخله ، هغه د ده شاه مباركه ښكل کړه او ويى ويل ما ته بخـښلى يى او اميد لرم چى ته به د قیامت په ورځ زما شفاعت وکړې10 .
4 – همدا سى يوه بله واقعه ده چى د ازدحام په اساس د رسول الله صلى الله عليه وسلم د لاس مبارك په واسطه د يوه سړي په ملاکې درد پيدا شو~ هغه ورته وويل چى راشه او بدله واخله ، هغه سړي د هغه نوم مبارك ښكل کړ او هغه لښته ئى و غورځوله او ويى ويل یا نبى الله زما اراده او مقصد همدا وه چى مونږ ستا څخه وروسته ظالمان و ټكوو او د هغوي څخه بدله واخستى شو11.
5 – ابو سعيد خدرى رضى الله عنه وایې چى يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم دكور څخه ووت نو يو سړي د هغى د اوښى رسۍ ونيوله او وئى ويل چى زما يو كار دى هغه ورته وويل چى پریږده ستا كار کیږي ، درى ځلى ئى همداسى وويل ، ليكن هغه سړي اوښه تللو ته پرى نه ښووه، په دى خبره رسول الله صلى الله عليه وسلم لښته پورته کړه او هغه ته ئى يو شړق ورکړ ، كله چى د لمانځه څخه فارغه شو نو وئى ويل هغه سړي چير ته دى چى ما همدا اوس يو شړق وواهه هغه سړي د اخر صف څخه راپورته شو او راغى او وئى ويل زه حاضر يم د الله جل جلاله او د هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د غضب څخه پناه غواړم رسول الله صلى الله عليه وسلم همغه لښته هغه ته وروغورځوله او ورته ئى وويل : نزدى راشه او خپله بدله واخله ، هغه ورته وويل چى ما بخښلى ئى ، په دى وخت کې رسول الله صلى الله عليه وسلم حاضرينو ته په وينا کې وويل په هغه الله سوګند یادوم چى زما نفس د هغه په اختیار کې دى چى كوم مسلمان چى پر بل باندى ظلم وکړې او د هغى بدله يى نه وي ورکړې نو د قیامت په ورځ به په خپله الله تعالې جل جلاله د هغه د ظلم بدله ترى واخلي12 .
د همدى واقعاتو په لور په اشاره كولوکې سیدنا عمر رضى الله تعالې عنه فرمايلى و:[ و قد رائيت رسول الله صلى الله عليه وسلم اقتص من نفسه ]( ما په خپله رسول الله صلى الله عليه وسلم كتلى دى هغه د خپل ذات څخه هم بدله وركوله ) 13.
سعيد بن مسيب رضى الله عنه فرمايلى دى : رسول الله صلى الله عليه وسلم هم د خپل ذات څخه د بدلى اخستو حق ورکړې دى ، ابوبكر صديق رضى الله تعالې عنه هم يو سړي ته د خپل ذات څخه بدله ورکړې وه او سیدنا عمر رضى الله عنه هم سیدنا سعد رضى الله تعالې عنه ته د خپل ذات څخه بدله ورکړې وه .
6 – د سیدنا عايشې رضى الله عنها څخه روايت دى چى ابوجهم بن حذيفه رضى الله تعالې عنه د يوه سړي سره د زكات د اخستو په وخت کې څه شخړه راغله او ابوجهم رضى الله تعالې عنه د كوتك په واسطه هغه سړي زخمى کړ د وهل شوي سړي خپلوان د رسول الله صلى الله عليه وسلم عدالت ته راغلل او د قصاص غوښتنه ئى وکړه ، هغه ورته فرمايل چى تاسو د وينى تويولو دومره بدله واخلئ او راضى نامه وکړئ هغوي په دى خبره راضى نه شول ، هماغه و چى رسول الله صلى الله عليه وسلم د توي شوي وينى بدله ډیروله تر دى پورى چى هغوي راضى شول او بیا ئى خلك را وبلل او په عامه ټولنه کې د هغوي څخه بیا پوښتنه وکړه چى تاسو راضى یاست هغوي وويل چى هو اوس راضى يو 14.
7 – د ابو فراس حارثى رحمة الله عليه څخه روايت شوي دى چه يو ځل سیدنا عمر رضى الله عنه په خپله عامه وينا کې و ويل چى :
[انى لم ابعث عمالې ليضربوا ابشاركم و لالیا خذوا اموالكم فمن فعل به ذالك فلير فعه الې اقصه منه قال عمرو بن عاص رضى الله تعالې عنه لوان رجلا ادب بعص رعيته اتقصه منه؟ قال اى و الذى نفسى بيده اقصه و قد رئيت رسول الله صلى الله عليه وسلم اقص نفسه]
( ما خپل حكام د دى له پاره نه دى ټاكل چى هغوي دى تا سو بى د كوم علته ووهى او وټکوي ستاسې په مالونو په ناروا ډول قبضه وکړې د هر هغه چا سره چى دا ډول ظلم شوي وي نو هغه دى ما ته خبر را کړې چى تر څو زه ورته د هغه حاكم څخه بدله واخلم ، سیدنا عمرو بن عاص ورته وويل چه كه چيرى كوم حاكم خپل رعيت ته اداّب ښیى ، نوایا ته په د هغه څخه هم بدله اخلى ؟ سیدنا عمر رضى الله تعالې عنه ورته وفرمايل ، بلى په خداى سوګند چى زما روح د هغه په لاس کې دى ، زه به ضرور ترى بدله واخلم ، د دى امله چه ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ليدلى دى چى د خپل ذات (وجود مبارك) څخه به يى بدله وركوله ) 15.
8 – سیدنا عمروبن عاص چه د فاروق رضى الله تعالې عنه د خلافت په دوران کې د مصروالي و وائى چه زه په خپل كورکې ناست وم. چه د عمر فاروق رضى الله تعالې عنه ځوي عبدالرحمان ابو شحمه رضى الله تعالې عنه او ابو سروعه عقبه بن حارث رضى الله تعالې عنه دواړه ځنگيدلى راغلل ، او وئى ويل چى مونږ شراب څښلى دى او مونږ نشه کړې – پر مونږ حد جارى کړه ما په هغوي د خپل كور په انګړ کې حد نافذ کړ . په خداى جل جلاله سوګند چه ما ددى واقعى خبر سیدنا عمر رضى الله تعالې عنه ته نه و ورکړې . خو نا څا په د هغه يو ليك ما ته را ورسيد او په هغه کې ئى په دى ډول لیکلي وه چى :
[د لوي الله په نوم چى بخښونکې او مهربانه دى دا ليك د الله جل جلاله د بنده عمر له خوا د عاصى بن عاصى په نوم دى د عاصى زويه، حيرانتیا ده ستا په جرئت باندى چى تا څنګه زما د حكم مخالفت کړې دى ، زما زړه غواړى چه تا عزل کړ م ځکه چه تا زما د حكم مخالفت کړې دى (د عمر رضى الله تعالې عنه په دوره کې په دورى په عامه ټولنه کې وهل كيدل ) عبدالرحمان ستا درعيت يو فرد و، د هغه سره همغسى كار كول په كار وه لكه څنګه ئى چى ته د نورو عامو خلكو سره کوي . خو تا فكر کړې دى چى دا د اميرالمومنين زوي دى ، نو په دى خاطر د هغه سره امتیازى سلوك په كاردى . حال دا چى تا ته ښکاره ده ، چه زما لاره دا ده چه د حق په معامله کې له هيچا سره رعايت ونه کړل شي . زما د دى ليك د دررسيدو څخه سمدستى وروسته عبدالرحمان ته د غټى او ډبلى ټوټى كميس وروا غونده. او د ( عبا) غوندى په سپرلى ئى مدينى ته راولیږه چه په هغه د زين په ځاې يو وړه كجاوه وي تر څو چى د هغه مجرموالي مشهور شي .
هماغه و چه هغه ئى همداسى ورولیږه او ورسره ئى د عمر فاروق رضى الله تعالې عنه په نوم يو ليك هم ورولیږه ، چى په هغه کې یې لیکلي و، چى په خداى سوګند چى زه عامو مسلمانانو او ذمیانو ته د خپل كور په انگړ کې سزا وركوم . ستا د ځوي سره په هيڅ ډول مراعات نه دى شوي . دا خط د سیدنا عمر رضى الله تعالې عنه د بل ځوي سیدنا عبدالله رضى الله تعالې عنه په لاس جدا رالیږل شوي و. كله چه عبدالرحمن مدينى ته راورسيد ، نو سیدنا عمر رضى الله تعالې عنه هغه ته دوهم ځل د دورو سزا ورکړه [تعزيراًَ زائداًَ على حد]16
9 – د انس بن مالك رضى الله تعالې عنه څخه روايت دى چه د مصر ديو سړي زوې سیدنا عمر رضى الله عنه ته راغى او وئى ويل چه ما او د عمروبن عاص ( د مصر د والي ) زوي د منډو مقابله كوله كله چى زه د هغى څخه تر مخه شوم او مقابله مى وگټله نو هغه كوتك راواخست او زما په وهلوئى شروع وکړه او وئى ويل چى زه د شريفى مور او شريف پلار زوي يم -سیدنا عمر فاروق سمدستي سیدنا عمرو بن عاص رضى الله تعالې عنه ته وليكل چى د زوي سره دلته راحاضرشه، كله چه دواړه را حاضر شول نو سیدنا عمر فاروق رضى الله عنه وفرمايل چى هغه شكايت كونکې مصرى چيرته دى كله چى هغه راغى نو ورته ئى وفرمايل كوتك راواخله او بدله واخله ، مصرى په وهلو شروع وکړه انس رضى الله عنه فرمايى چي مونږ د هغى په وهلو خوشحاله و خو هغه دومره زیات ووهلو چى مونږ په زړه کې دا هيله لرله چى اوس نو بايد بس کړې د دى وروسته سیدنا عمر فاروق رضى الله عنه مصرى ته و ويل چه عمرو بن عاص رضى الله تعالې عنه هم يو كوتك ووهه ليكن هغه وويل : اى اميرالموْمنين! زه د هغه زوي وهلى وم او ما دهغه څخه خپله بدله واخسته د بدلى دور كولو وروسته سیدنا عمر فاروق سیدنا عمرو بن عاص رضى الله عنه ته په ويناکې و ويل چى :
[ مذ كم تعبد تم الناس و قد ولدتهم امهاتهم احراراًَ قال یا امير الموْ منين لم اعلم ولم یايتنى ]
( تاسې له كوم وخته راهيسى خلك غلامان کړې دى. حال دا چى د هغوي ميندو هغوي ازاد زيږولى و ، عمرو بن عاص رضى الله تعالې عنه ورته و فرمايل چى اى اميرالمومنينه : ماته د دى واقعى په هكله نه كوم معلومات و. او نه دا سړي ما ته د فریاد له پاره راغلى و .
10 – سیدنا عطا رحمة الله عليه فرمائى چه عمر فاروق رضى الله تعالې عنه خپلو ټولو والیانو او مامورينو ته حكم کړې و چه هغوي دى په هر كال د حج په وخت کې موجودوي. كله به چى ټول حكام او مامورين راټول شول نو بیا به سیدنا عمر فاروق رضى الله تعالې عنه ورته په خطاب کې ويل : اى خلكو ! ما خپل والیان او مامورين د دى له پاره نه دى ټاكلى چه هغوي دى ستاسې په مالونو په ناروا توګه قبضه وکړې او تاسو دى ووهى او وټکوي او ستاسو ابرو دى تويه کړې ، بلكه ما هغوي د دى له پاره ټاكلى دى چى ستاسو ترمنځ امن راوړې او سركارى خزانه په سهي لاره کې مصرف کړې . كه چيرى په كوم فرد باندى دى حكامو ظلم کړې وي پورته دى شي او په ګوته دى ئى کړې ترڅو زه ورته بدله واخلم 17.
11 – يو ځل سیدنا عثمان رضى الله عنه په يوي عامى غونډې کې و ويل. چى كه چيرى د چا پرما حق وي یاد ظلم كولو د عوه وي ، نوزه حاضريم كه غواړي زما څخه بدله واخلي او كه غواړى چه ما وبخښى18 .
12 – په تاريخ طبرى کې دى چى د سیدنا عثمان رضى الله عنه په وخت کې ټول مامورين راغوښتل كيده او د خلكو د شكايت د اوريدو وروسته به ئى د هغه تدارك كاوه .
13 – عامر شعبى رحمة الله عليه فرمايى چى يوځل د سیدنا على رضى الله تعالې عنه زره چيرته لويدلى وه او يوه عيسوي ته په لاس ورغلى وه كله چه سیدنا على رضى الله تعالې عنه د هغه په لاس کې وليده نووئى پيژندله او د قاضى شريح رحمة الله عليه په عدالت کې ئى پرى دعوه دائر کړل ، عيسايى وويل چى زره زما ده او امير الموْمنين دروغ وايى. قاضى شريح رحمة الله عليه ور څخه پوښتنه وکړه چى ایا له تا سره كوم ډول ثبوت موجود دى ؟ هغه ورته وويل چى نه . قاضى د عيسائى په حق کې پریکړه وکړه. د دى پريکړې په اساس په هغه دومره اغیز وشو چه ايمان ئى راوړ، او وئى ويل دا خو د انبیاو په څير انصاف دى . چى اميرالمومنين ما د خپل قاضى محكمى ته راوړاندې کوي او هغه هم د اميرالمومنين په خلاف پریکړه کوي ، وروسته بیا عيسائى اقرار وکړ چى دازره د سیدنا على رضى الله عنه څخه د صفين په لور د تلو په وخت کې لويدلى وه سیدنا على رضى الله عنه د هغه د ايمان په راوړو ډیر خوښ شو هغه زره ئى هم هغه ته ورکړه او يو اس ئى هم د كومك په شكل ورکړ ، دا نوي مسلمان وروسته د خوارجو په خلاف په جنګ کې د سیدنا على رضى الله تعالې عنه په صف کې جنګيده 19-
د راشدينو خلفاو رضى الله عنهم دا کړ نلاره د رسول اكرم صلى الله عليه وسلم د شخصى عمل پرته د هغه د دى وينا په اساس هم وه [الموْمنون تتكافاء دماء هم ] د مسلمانانو وينى د يو بل سره برابر حيثيت لري .
پاته او اخري برخه په راتلونکې ګڼه کې ولولئ…