د امريكا ولسمشر پرون د جون پر څلرمه مصر ته د سفر پر مهال د قاهرې په پوهنتون كي يوه اوږده وينا وكړه، چي د نړۍ د سونو ميليونو وګړو له خوا واورېدل سوه او د نړۍ بېلابېلو هيوادونه ډول ډول غبرګونونه ورته ښوولي دي.
د افغانستان حكومت د امريكا د ولسمشر د وينا هركلى وكړ او وايي دا د لوېديځ او اسلامي نړۍ ترمنځ په دوستانه اړيكو كي د پرمختګ يو ښه ګام دئ.
د طالبانو غورځنګ د اوباما وينا ته د غبرګون په موخه يوه اعلاميه خپره كړې او وايي اسلامي نړۍ ته د اوباما وينا د محتوا له مخې کوم داسي څه نه درلودل، چي د مسلمانانو او امریکا ترمنځ د اوج ته رسېدلي نفرت په راکمولو کې ټاکونکی رول ولوبوي، د طالبانو اعلاميه زياتوي چي د اوباما وينا كه څه هم اوږده وه خو بیا هم نوموړی اسلامي امت ته د یوه روښانه او رښتیني پیغام په لېږدولو کي پاته راغئ.
طالبان وايي د اوباما وینا تر ډېره په سیاسي او کلېشه یي اصطلاحاتو کي نغښتې او د منځپانګې په لحاظ ګونګه وه، چي د توقع خلاف تر پایه د مسلمانانو په اړه د امریکا د غلیمانه پالیسۍ د عملي او واقعي بدلون څرک ترې ونه لګېد.
د اېران روحاني مشر آيت الله خامنيي پر امريكا د نيوكي په ترڅ كي وويل چي د منځني ختيځ مسلمان هيوادونه اوس هم له امريكا څخه متنفره دي.
خامنيي وويل اوباما بايد د خوږو خبرو او ښايستو لفظونو پر ځاى د هغه څه په اړه عملي ګامونه پورته كړي، چي څو كاله دمخه د امريكا يوه بيعقل ولسمشر (جارج واكر بوش) پر دوو اسلامي هيوادونو د ترهګرۍ په پلمه يرغل وكړ او د مسلمانانو احساسات يې راوپارول.
اېراني مشر وويل په افغانستان كي د امريكا بمباريو په زرونو افغانان ووژل، چي دا لړۍ اوس هم روانه ده او هر وار په سوونو بېګناه كسان پكښي وژل كېږي، د نوموړي په وينا د امريكا او ترهګرو ترمنځ فرق نسته، امريكا او ترهګر دواړه بېګناه وګړي وژني.
د فلسطين د جمهور رئيس محمود عباس وياند وويل د امريكا د ولسمشر وينا د يوې ښې راتلونكي دپاره لومړى مثبت ګام دئ.
د اسرائيلو حكومت ويلي چي د باراك اوباما وينا د عربو او اسرائيلو ترمنځ د سولي بنسټ جوړېداى سي. اسرائيلي حكومت وايي دوى د ولسمشر اوباما دې احساس ته اميدوار دي چي د عربو او اسرائيلو ترمنځ يې د پوهاوي غوښتنه كړې ده.
د عرب ليګ مشر عمر موسى وايي د ولسمشر اوباما وينا يوه بېسارې بېطرفه وينا ده، او داسي ښكاري چي امريكا د سيمه ايزو جګړو په باب د متوازن زور د استعمال غوښتونكې ده، هغه هيله وښوده چي امريكا په راتلونكي كي د اسرائيلو او فلسطينيانو په حق كي هم بې طرفه يا مساويانه ګامونه واخلي.
د حماس غورځنګ ويلي دوى پوهېږي چي د امريكا د ولسمشر اوباما او پخواني جارج بوش په پاليسيو كي هيڅ فرق نه دئ راغلى او د اسرائيلو د ظلم او زور په وړاندي به د حماس غورځنګ مبارزه روانه وي او د فلسطين د شخړي په اړه چي بوش كوم موقف غوره كړئ وو هغه د اوباما هم دئ.
د عراق حكومت د باراك اوباما وينا تاريخي بللې او وايي دا د منځني ختيځ او مسلمانانو په وړاندي واشنګټن په خيالاتو كي يو مثبت بدلون دئ. د عراق د حكومت وياند وويل د امريكا د ولسمشر له خولې د قرآنكريم په حواله خبري د يوې غټي تبديلئ په معنى دي.
د لبنان د حزب الله ډلي ويلي اسلامي نړۍ ته پر اخلاقي او سياسي چارو د ويناوو اړتيا نه ليدل كېږي، امريكا دي عملاً د اسرائيلو له مرستي لاس واخلي، ترهغو چي په عراق او افغانستان كي امريكايي پوځيان مېشت وي د امريكايي مشرانو خبري مسلمانانو ته كومه ګټه نه لري.