کور / شعر / د پپښتو سره

د پپښتو سره

محفل  ته د رندانو، د پپالو سره راځه
پوښتنې د ساقي ته،دنشو سره راځه


دا کار د دوا نه دی،خو طبيبه،که را درومې
علاج د ادم خان ته ،د درخو سره راځه


دې کلي د ړندو کښې ئې،و چا ته ورښکاه کړم
ليدو د زړۀ د داغ مې،د لېمو سره راځه


بندي د تورو شپو يمه،رويباره،  يار ته وايه
ديدن ته چې راځې نو، د ډېوو سره راځه


په توره ،خطا نشې،دلته ډېرې پڅې شوی
وطن د پښتنو ته ، د جرګو سره راځه


هوښيار د بل خوا بوځه،هسې نه چې مو رسوا کړي
مجلس د ليونو ته،لېونو سره راځه


بېګا مې خوب کښې وليدۀ،حمزه بابا،چې وائي
ټول دلته ،پښتو وائي، دپپښتو ،سره راځه


زړګۍ،د مين ياره ،لکه  بيا کوم لېونتوب کړي
راځه، د تورو زلفو، زولنو سره راځه