افغان ولسمشر حامد كرزي د چارشنبې په ورځ د فايبر آپټيك كېبل نړيواله پروژه پرانيسته.
د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي د فايبر آپټيك كېبل پروژه د افغانستان په مخابراتي ډګر كي بېسارى پرمختګ دئ، چي د هندوستان، پاكستان، افغانستان، تاجكستان او ازبكستان هيوادونه به سره وتړي.
افغان ولسمشر د چارشنبې په ورځ د همدې كېبل په اسانتيا د تاجكستان د ولسمشر امام علي رحمانوف سره ويډيو كنفرانس وكړ.
د افغانستان د مخابراتو وزير انجينر اميرزى سنګين وايي د فايبر آپټيك كېبل په لومړي سر كي د سيمي پنځه هيوادونه سره تړي او د انټرنيټ، ټلېفون، ټلوېزون او ځيني نور خدمات وړاندي كوي.
د نوموړي په وينا دا د افغانستان په تاريخ كي لومړى ځل دئ چي منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا پنځه هيوادونه سره د يوه كېبل په ذريعه تړل كېږي او دغه كېبل به نورو ګاونډيو هيوادونو ته هم وغځول سي.
ښاغلى سنګين زياتوي چي د فايبرآپټيك كمپنۍ كېبلونه د افغانستان ټولو ولايتونو ته غځېدلي او په ښارونو كي كار پر روان دئ، چي په نيژدې مياشتو كي به خپل خدمات پيل كړي.
دغه پروژه چي ۷۰ ميليونه ډالره لګښت پر راغلئ، دوه كاله وړاندي پيل سوې او د مخابراتو وزارت په وينا ۸۰ % كار يې بشپړ سوئ دئ.
د مخابراتو وزارت وايي د فايبرآپټيك كمپنۍ د خدماتو په پيلېدو سره به په افغانستان كي د ټلېفون او انټرنيټ اسانتياوي د كيفيت له مخي ښې او د قيمت په حساب ارزانه سي.
د مخابراتو وزير انجينر اميرزى سنګين وايي د دغي پروژې څخه به افغانستان هره مياشت څلور ميليونه ډالره عايد ترلاسه كوي، چي د وخت په تېرېدو سره به شپږ ميليونه ډالرو ته وخېژي.