عبدالله احسان – هالنډ( ۳۰ – می – ۲۰۰۶ زېږديز) د ١٣٨٥ لمريز کال د غبرګولي ٩مه
په هالنډ کي د افغانستان د جنرال کونسلګري اوس هم پښتو پاڼي او فورمې نه لري
د بُن د کنفرانس څخه وروسته ددولت مهمي چوکۍ د شمال اتحاد او نظار شورا کسانو ته يا ورکړل شوې او يايې په زور ونېولې . د شمال اتحاد او نظار شورا جنګسالارانو ته هغه وخت د مېلو او چړچو وخت راورسېد کله چي ددوی مشرانو چي يو يې ډاکټرعبدالله عبدالله و ، دافغانستان ددولت مهم وزارتونه په لاس ورغلل . به بهرنيو هيوادونو کي خو مخکي له مخکي لا نژدې ټولي دافغانستان سياسۍ نماينده ګۍ ( سفارتونه او کونسلګرۍ ) د جميعت اسلامي په لاس کي وې ، او يوازي جميعت اسلامي ګوند ته وفادار کسان هلته په دندو بوخت وو .
کله چي د بُن د کنفرانس څخه وروسته د حامدکرزي ددولت په پيل کي د نظار شورا مهم لوړ پوړي چارواکي ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده ترلاسه کړه ، نو يو ځل بيا په بهرنيوهيوادونو کي د افغانستان په ډېرو سياسي نماينده ګيو کي هغو کسانو ته دندي وسپارل سوې کومو چي د نظارشورا سره نژدې يا مخامخ اړيکي لرلې ، ډېرو خو لا دا تور لګاوه چي د بهرنيو چارو له وزارت څخه ونيسې بيا تر يوې کوچنۍ نماينده ګۍ پوري ټول چارواکي او مامورين د افغانستان په يوه پخوانۍ ولسوالي پنجشېر پوري اړه لري . زما په فکر دا تور پر ځای و ، ځکه يو له دغسي کسانو څخه په هالنډ کي د افغانستان دجنرال کونسلګرۍ کونسل نوراحمد سلطاني و ، سلطاني چي په وروستيو کلونو کي يې په انګلستان کي ژوند او کار کاوه ، دافغانستان د بدخشان ولايت سره تړاو درلود او د احمدشا مسعود له نژدې او اعتمادي انډيوالانو څخه و .
په هالنډ کي د افغانستان د کونسلګرۍ په پرانستلو سره هالنډ ميشتي افغانان خوښ وو، ځکه تر دې مخکي هالنډ ميشتي افغانان مجبوره وه چي دپاسپورټ ، تذکيرې ، او نورو افغاني اسنادو ترلاسه کولو له پاره په لندن کي چيري چي داوږدې مودې له پاره داحمدشا مسعود ورور احمد ولي مسعود د سفير په توګه دنده لري خپل غوښتنليکونه او نقدي پيسې په پوست کي ولېږي چي ډېر وخت به په لندن کي د سفارت مامورينو په ټيلفون کي ويله چي خالي پاکټ ورته رسېدلی خو پيسې بايد له سره ورولېږي . ډېر ځله دهالنډميشتو افغانانو پيسې په لندن کي افغان سفارت ته پر لاره ورکي سوي د ي، دا چي دا پيسې کومو جېبونو ته تللې ؟ ( واللهُ عالم ) او يا هم هالنډ ميشتي افغانان مجبوره وه چي د خپلوپه سفارت کي د رسمي کارونو ترسره کولو لپاره د جرمني د بُن په ښار کي د افغانستان سفارت ته ولاړ سي . ويل کېږي چي د حامدکرزي تر راتلو پوري په بُن کي دبرهان الدين رباني دکورنۍ يوه نژدې دوست ( د خاله زوی ؟ ) سفير په توګه دنده ترسره کوله .
کله چي ډاکټر عبدالله عبدالله د وزارت په لمړيووختونو کي په هالنډ کي دافغانستان کونسلګري پرانستله ، هالنډ ميشتي افغانان خوښ وه چي ګواکي اوس به يې اړتيا وي په اساني سره پوره کيږي . خو دا خوښي هغه وخت په ناخوښي واوښتله کله چي ښاغلي نوراحمد سلطاني په هالنډ کي د افغانستان کونسلګري يوازي د پنجشېريانو او هغوی ته د وفاداره کسانو په خدمت کي ورکړه . څوک که ددوﺉ څخه نه واﺉ ، هغه که پاړسي هم ويلای نو يو ډول ستونزه به ورته مخته کېدله ، او برعکس د يو شمېر نورو کسانو اړتياوي يوازي د يوه ټيلفون په کولو ترسره کېدې . په سفارت کي د نظار شورا له پاره د قهرمان مشر عکس ځړېدﺉ . او هر څه ددوی د ملي قهرمان ؟ تر عکس لاندي ددې قهرمان په په پلوي او نورو په سپکاوي ترسره کېدل . ددې خبرو د ثبوت د پاره يوه خاطره ليکم .
ښاغلي سلطاني د ۲۰۰۳ زېږديز کال د اګست پر څلورويشتمه نېټه کي په امستردام کي د افغانستان د خپلواکۍ دورځي د نمانځلو په مناسبت ؟ يوه غونډه جوړه کړه ، دې غونډي ته د نورو تر څنګ په هالنډ کي دافغاني کلتوري ټولني مشر ليکوال او شاعر ښاغلي ډاکټر طارق رشاد ، او ځيني نور غړي لکه ښاغلی افضل ټکور ، ښاغلی نظيف تکل او زما په ګډون يوشمېر نورکسان رابلل سوي وه . په غونډه کي هغه وخت ګډوډﺉ پېښ سو کله چي ښاغلي سلطاني د عبدالغياث نوبهار په نوم يوه کس ته د خبرو نوبت ورکړ ، او هغه يې پرېښاوه ترڅو دافغانستان ملي وياړونو ، ملي څېرو او تاريخي افتخاراتو ته په څرګنده سپکاوﺉ وکړي او سپکي سپوري ووايي . د نوموړي خبري لا پای ته نه وې رسېدلي چي د ډاکټر طارق رشاد سره يو ځای يو شمېر افغانانو د خپلواکۍ په ورځ دخپلواکۍد سپکاوي ددې غونډي سره پريکون اعلان کړ او د غونډي په جريان کي له تالاره ووتل . ( پوره راپور : ښکلا مجله پرله پسې ۶ مه ګڼه)
څه موده مخکي ډاکټر عبدالله عبدالله د يوه بهرني سفر پر وخت له دندي ګوښه کړل سو، او پر ځای يې ښاغلی رنګين دادفر سپنتا د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه ونومول سو . دغه ډول دلته په هالنډ کي دافغانانو تر منځ دا خبره خپره سوه چي د نظار شورا غړی او په هالنډ کي پخوانی افغان کونسل نوراحمد سلطاني له دندي ګوښه او پر ځای يې د عبدالسمېع ولي زاده په نوم نوی کونسل رالېږل شوی دی . دې خبر ته ډېرﺉ هغه کسان کوم چي له پخواني کونسل سلطاني څخه يې سر ټکاوه خوښ سوه .
دافغانستان د بهرنيو چارو نوي وزير د مطبوعاتو سره په خبرو کي دا ومنله چي په تېرو څو کلونو کي دافغانستان نژدې ټولي سياسي نماينده ګۍ په جميعت اسلامي او د نظار شورا پوري دتړلو کسانو په لاس کي دي ، او په زيات شمېر بهر ميشتي افغانان د سفارتونو او کونسلګريو د کارکوونکو څخه ناخوښه دي . دبهرنيو چارو وزير څو اوونۍ مخکي د افغانستان ولسي جرګې او همدا ډول افغان ولس ته په خبرو کي د بهرنيو چاورو وزارت په دننه او بهرنيو هيوادونو کي د بېړني او عاجلو اصلاحاتو ژمني وکړې .
نن د ۲۰۰۶ کال د می پر دېرشمه نېټه د پاسپورټ د تمديد کولو له پاره په امستردام کي دافغانستان جنرال کونسلګرۍ ته ولاړم ،د کونسلګرۍ ځوان مامور محمد بلوچ ته مي ترسلام وروسته غوښتنه وړاندي کړه ، يوه پاڼه ( د پاسپورټ فارم ) يې راکړ چي يو اړخ يې په پاړسي اوبل انګريزي ژبه ليکلې سوې وه ، هيله مي وکړه چي که ماته په پښتو ليکل سوی فارم راکړﺉ ، تر څنګ يې يو زوړ سړی چي مصطفی شېرزﺉ نومېدی او د يوې مېرمني د نکاح خط په لوستلو بوخت و دعينکو تر کونجو راته وکتل او ويې ويل ، بګير ، پارسي و پشتو چه فرق دارد . ماورته وويل وبخښی ما پوښتنه وکړه چي که پښتو فارمونه لرﺉ نو پښتو راکړﺉ ، شېرزي وويل : چرا پارسي زبان رسمي افغانستان نيست اينجا هم ګفي پارسي و پشتو مېزني؟ ، ومي ويل هو ده ، ولي رسمي ژبه نه ده ، تاسو احساساتي کېږﺉ مه ، تاسو د دولت د يوه رسمي مامورپه توګه دلته کار کوﺉ ، زه د يوه افغان په توګه حق لرم له تاسو څخه پوښتنه وکړم . زما پوښتنه کوم جرم او ګنا نه ده ، زه وايم چي دولت په اساسي قانون کي ماته حق راکړﺉ دﺉ چي په خپله ژبه غوښتنليک ( فارم ) وغواړم . سمه ده چي پارسي د افغانستان رسمي ژبه ده مګر پښتو د افغانستان لمړۍ ملي او رسمي ژبه ده ، او تاسو دا درې کاله کيږي په دې ژبه هيڅ يوه پاڼه نه لرﺉ ، اوس به زه همدا پاړسي پاڼه ډکه کړم . خو واوره ؛ دا د افغانستان رسمي سياسي نماينده ګي ده او په دې هيواد ( هالنډ ) کي د افغانستان ددولت استازيتوب کوي او تاسو بايد دلته د افغانستان په دواړو ملي او رسمي ژبو پښتو او پارسي هم خبري وکړاﺉ سی او هم په دغه دواړو ژبو غوښتنليکونه ، او نوري داړتيا وړ او مالوماتي پاڼي ولرﺉ . شېرزي راته دا ځل په پښتو وويل ؛ دغه پاڼي موږ ته د وزارت خارجه څخه راځي او مو ږ يې دلته کاپي کوو .موږ ته همدغه پارسي پاڼي راغلي دي او کاروو يې . پښتو پاڼي موږ ته نه دي راغلي . دا هغه پوښتنه وه کوم چي دوه کاله مخکي دهمدې کونسلګرۍ يوه مامور امان الله ساپي ، او کونسل نور احمدسلطاني دواړو بل ډول جواب کړې وه هغوﺉ راته ويل : موږ دلته د پښتو ليکلو اسانتيا نه لرو ، کله چي مي هغه وخت ورته وويل چي زه تيار يم چي ستاسو سره په دې اړه وړيا مرسته او همکاري وکړم ، هم پښتو په کمپيوټر کي درته انسټال کړم او هم يې درته وليکم ، سلطاني ويل چي اوس وخت نسته ، اوس نه کيږي . بيا به يې ګورو . . . . . د نوراحمد سلطاني له دورې څخه پاته دغه مامور ( مصطفی شېرزي ) هماغه وخت ويل چي اسانتيا نسته ، او اوس يې ويل چي موږ يې دلته نه شو جوړولای دا پاڼي له کابله راځي او موږ يې کاپي کوو.
مصطفی صديقي ( د جګي وني څښتن ځوان ) چي ويل يې دوې مياشتي مخکي له کابله راغلی دی ، په خبرو کي راګډ سو ، او ويې ويل : برادر در همه اسنادِ وزارت خارجه زبان پارسي کار مېشود ، در وزارت خارجه هيچ کدام اسناد پشتو نيست . . . دې ځوان رښتيا ويله ، ما چي په دې وروستيو کلونو کي د بهرنيو چارو د وزارت هر څه اسناد ليدلي تر اوسه مي کومه پښتو پاڼه نه ده ترسترګو شوې . او کله چي مي پوښتنه کړې ده نو يو وخت هم چا راته قانع کوونکی جواب نه دﺉ ويلی . کله وای اسانتيا يې نه لرو ، که مي ورته ويلي چي دا ستونزه به زه درته حل کړم ، وای نه ، وبخښی پارسي پاڼي له کابله راځي موږ يې پر خپل سر نه سو جوړولای . . . .
له دغو درو واړو مامورينو ( مصطفی شېزی ، محمد بلوچ او مصطفی صديقي ) څخه مي وغوښتل چي که کولای سي چي نوي جنرال کونسل ( ولي زاده صاحب) ته چي ما لاتر اوسه نه دﺉ ليدلی ووايي چي د څو پوښتنو لپاره وخت راکړي ، کله چي دننه لاړ او بيا راووتی نو وويې ويل ( کونسل صاحب اوس ددې خبرو له پاره وخت نه لري ) .
ومي ويل په کومو وختونو کي کولای سم راسم او د يوه راپور تاژ د جوړولو دپاره څو پوښتني ترې وکړم . محمد بلوچ وويل ( هره ورځ له نهو تر دوو بجو ) ماويل نن هم دادی زه د نهو او دوو بجو تر منځ د خبرو دوې دقيقې وخت غواړم . محمد بلوچ : ويل يې نه ، هغه وايي چي نن نه کيږي .
زه د پاسپورټ د پاره دبانک څخه د پيسو راايستلو په نيت له کونسلګرۍ راووتم ، او کله چي شل دقيقې وروسته بيرته راغلم نو محمد بلوچ هغه پاڼه راوړاندي کړه کومه چي ما يې د پاړسي پوښتنو پر ځای انګريزي پوښتنو ته ځوابونه ليکلي وه ، او ويې ويل چي بايد پاړسي اړخ يې هم په پاړسي وليکم . ومي ويل چي ددې پاڼي دواړه اړخه يو ډول پوښتني دي او مايې انګريزي ليکلي دي ، ويل يې نه ، که يې دغه پارسي اړخ ونه ليکې نو سکرتره به يې له دننه څخه بيرته مسترد کړي .
له دوﺉ څخه مي هيله وکړه چي د کونسلګرۍ ددفتر له مخکنۍ خوا د عکس اخستلو اجازه راکړي ، ويې نه منله ، ويل داکار د ولي زاده صاحب سره تر خبرو وروسته که هغه اجازه وکړي بيا کېدای سي اوس يې مه اخله ، په پرله پسې غوښتنو يې يوازي د هغې تختې څخه د عکس اخستلو اجازه راکړه چيري چي نظارشورا او جميعت ګوند د ملي اتل عکس او د کونسلګرۍ دکار په اړه په پاړسي مالومات پر پاڼو ليکل شوي وه .
دوې مياشتي مخکي له کابل څخه نوي راغلي مامور مصطفی صديقي د مخه ښې پر وخت راته وويل چي که خپل نوم پرېږدم دﺉ به يې کونسل صاحب ته وښيي ، که هغوی غوښتل اړيکي به ونيسي .
د ښکلا مجلې د ګډون يوه پاڼه مي ورکړه چيري چي د بېنوا فرهنګي ټولنی نوم ، زما پته او نمره ليکلې وه .
مصطفی صديقي زما د تګ پر وخت داسي راته وويل :
موږ له کابل څخه دلته د اصلاحاتو د پاره رالېږل سوي يو ، او هلته مو ژمنه کړې ده چي اصلاحات به راولو ، موږ د کارونو په سمولو بوخت يو ، دلته له پخواني کسانو دومره ډېري ستونزي راپاته وې چي موږ يې په دې لنډه موده ( دوې مياشتي ) کي په اصلاح او سمېدلو نه يو توانېدلي . موږ دلته دافغانانو داړتيا وو په پام کي لرولو سره اسانتياوي رامنځته کوو ، او په نژدې راتلونکي کي يوه بله ( تر دې غټه ) ودانۍ د کونسلګرۍ لپاره په کريه نيسو. تر څو دمراجعينو له پاره اسانتياوي رامنځته شي . ددې سره سم زه له کونسلګرۍ څخه راووتم او هغه هيله مي چي له ښاغلي کونسل څخه به د مرکې په ډول څو پوښتني کوم اودکونسلګرۍ عکسونه به اخلم پوره نه سوه .