زه لا ما شوم وم زه په خو شحالۍ خوشحالۍ د معصومو خيالونو په حوس مخ د خپلو ارمانو د بڼ په لور روان وم چي نا ببره يوه شيطانه ارواح مي دنازک بدن پر شاوخوا را تاوشوه پر هغه ځاي يي په سپيرو خاورو کي څو ځله د مځکي مځکي وويشتلم بيا يې په ډيره بې رحمي زما د ګريوان ټولي تڼۍ راوشلولې بيا هم زړه يې نه سوړيدۍ د پښو څپلي يي هم رانه وايستې ، زه همداسي په ژړا او فرياد دکور په لور راروان شوم ترڅو پلارته مي شکايت وکړم .
خو کله چه د کور تر دروازې لانه وم رسيدلی چه دماشومو خويندو او پښتني مور فريادو مي دسر وريښتان نيغ نيغ کړه خپله ژړا او فريادمي بالکل له وجوده ووتل کله چي مي په ډيره چټکۍ په دروازه کي قدم کښيښودی دپښتني مور دلاسو بنګړي مي وليدل چي د هغې له وينو څخه يې رنګ اخيستی و سور شال يي له سره لويدلی و .ماشومو خويندو مي هم دمور دژړا او فرياد سره په يوه ږغ په نازکو ژبو دبابا ږغونه له خولو را ايستل .
تر يو ګړي وارخطايي وروسته مي د پلار جسد په سرو وينو کي لت پت پروت وليدی هو زما د خير او شر لارښود د زمانې ظلم اوستم مخکي تر دي راڅخه واخيست چي زه ورته وژاړم او دا ورته ووايم چه وګوره…وګوره بابا زما ګريوان يي راوشلوي، دا وګوره زما سر يي په خاوروراسپيره کړ، زما له پښو يې څپلۍ هم و ايستلې خو پلارمي د بي وسۍ په دنيا کښي لاچاره پروت و او هيڅ جواب يې نه راکوی .
زه يي د زماني و ناخوالو ته يک تنها پريښودم ما ماشوم خويندو او پښتني مور څو شپې په ژړا او فريادو تيري کړې.
تر ډير فکر ورسته بيا هم زما نازولو خويندو او غريبي مور بله هيڅ چاره نه درلوده بس يواځي او يواځي يي سترګي زما په لور کږې وې خو زه چه خپله ددولسو کلو ماشوم بې له ژړا او فرياده بل په هيڅ نه پوهيدم ،نو شپه او ورځ به مي د پښتني مور او نازولو خويندو د غم لړلي راتلونکي په فکر کي ډوب وم دا ځکه چه ما د يتيمانو نکلونه له مخکي لا اوريدلي وه خو ماچي هرڅومره ژړلای شول ومي ژړل خو نه، هيڅ ﻻس ته نه راغله نو سر له هغه وخته زه د يوې ګولې ډوډۍ پيدا کيدو په لټه کي سوم او داسي څوک نه و چې زما پرسر يي د رحم لاس راتير کړی وای.
هر څومره سخت کار چي به و ما به کاوه ځکه چه زما ماشومو خويندو وډوډۍ ته ضرورت درلودی زما مور غريبي هم د پښتنو په دې اوږده ژبي ټولنه کي زموږ له پاره هيڅ نه شوای کولای نو په داسي يو زمان کي ما فقط د ډوډۍ پيداکولو په لټه خپل ماشوم ارمانونه په خپله ماشومه سينه کي په دار کړه.
هو دا مي نه ځوروې چه ما ولي ماشوم والی د ماشوم په څير د اختر د راتګ په خوشحالۍ نه کړ تير ولي مي ټول ماشومتوب د سهار څخه تر ماښامه په مستيو کي نه کړ تير .
ما دا هم نه ځوروي چي ماولي هره ورځ پاک کالي نه اغوستل دامي هم نه ځوروي چي د دوبي ګرمي او د ژمي يخني به مي په لوڅو پښو تيرولې، ما دا هم نه ژړوي چي ماښام او سهار به مي نازولو(بې وزلو) خويندو له ما پوښتنه کوله؛ لالا اختر ته موږ هيڅ شی نلرو ته موږ ته څه را رانيسې او کله را رانيسې؟ هغه دي څو ورځي اختر ته پاته دي؛ .زه چي ځان مي هير و او د نازولو خويندو دا غوښتنه به مي سترګو ته مخته هاخوا دې خوا ګرځيدل.خو زه بد قسمته دومره بې وسه وم کله چه ما هغوی ته هر هغه څه چه دوی رانه غوښتي وو راوړل خو دوی د زمانې ناځوانه طوفانودي ته پرينښودې چي زه د اختر تحفې ورکړم هغه هغو دوستانو چي په ښکاره يي ځان زموږ غمخوره بلل خوپه اصل کي پښتانه مشران وه د څو پيسو په مقابل کي څوک پر بنو څوک وتوپک سالار او قاچاق برو ته ورمزدوراني کړې او ما يو ځل بيا هم د پخوا په شان دا ارمان هم د سينې په ګوريستان کي ښخ کړ
. نو وروسته وروسته له کلونو کلونو تکليفونو کله چې مي ځانته پام شو زه ځوان شوي وم نورنو ما د هيچا د جبر او ستم حوصله نه درولوده زه په خپلوپښو ولاړ يو ځوان وم او ما دا فکر کاوه چه زه نه غل يم نه هم په نورو بدو بدنام يم زه يو غښتلي او کاريګر انسان يم چي د خپلو مټو په زور به د خپلي ټولني په منځ کي په عزت او ابرو ژوند تيروم
هو زه به مي د پښتنې مور هغه ارمانونه ورپوره کوم چه له کلونو کلونو ورته انتظار کړی دئ زه غواړم شپي او ورځي دهغي مهرباني مور په خدمت کي تير کړم چاچي ماته سهار او ماښام د ميني او ابرومندانه ژوند لارښوونه کوله بس نن هم د همدغي مهرباني مور د نصيحت برکت دئ چه زه يو واربيا پر خپلو پښو ولاړ او ځان راته د ټولني يو سالم انسان معلوميږي زه حيران يم دهغي مهرباني مور حق به زه څنګه ورپرځای کړم، خو څومره چه زما په وجود کي توان او طاقت وي زه تر هغه اندازې کوشش کوم چه هر ارمان يي ور پوره کړم.
خو بس له يوه شي ډير ويريږم چه تل مي ځوروی تل زما په فکر کي د يو وحشي طوفان په څير موجونه وهي .هو زه ويريږم! لا اوس هم زموږ د کوڅو پر مځکه د هغه شيطانې ارواح پلونه له ورايه معلوميږي نه پوهيږم بيابه د کومي پښتنې ناوي له سره پوړنی ليري کړي بيابه کومه ماشومه د پيسه داره د هوس ښکار وګرځوي بيابه د کم ماشوم ارمانونه د خاورو سره خاوري کړي . هو دغه ناخوالي اوس هم تر سترګو کيږي
داسي نه چه يوځل بيا زما پر لوري دا وحشي بلا مخ راو ګرځوي، داسي نه چه يوځل بيامي د غريبي مور پر زړګي د غم دپاسه غم ور واچوي نه نه دومره ظلم خو امکان نلري
خو بيا هم بېرېږم ځکه دا بلا ما خپله نسي ځپلاي دا ډيره ناځوانه بلا ده دامي په خپل کليوال ځپي چاته چي زه دخپل وجود او تن په سترګه ګورم .
خير زه بايد مخکي تردي چه ده خپل کليوال سره لاس اوګريوان سم يو څه وکړم هو زه يوه لاره لرم چه د هري بلا مخ نيوی کولای سي . هو زه ښه پوهيږم زه دخداي (ج) هغه ستر ه شفالرم کومي ته چي مينه ويل کيږي که چيري زه وخپل کليوال ته دميني غيږه خلاصه کړم هغه به هيڅکله هم پر ما د بيګانه په خوله ګوزار ونکړي ځکه هغه به زما له ميني څخه پند واخلي اوپوه به سي چه داخو زماخپل وجود داخو زماتن دئ، داخو د هغه غريبي خور اومور د سرسيوری ده چه بل هيڅ نلري نو فکربه وکړي نه دا زه نسم کولاي زه څوک وژنم د چا کور ورانوم. نه نه ځه شيطانه مخ دي تورسه ورک سه چه بيا دي په دې کوڅه ونه وينم دلته ټول زما خپلوان اوسيږي دا ارمان به دي هيڅکله هم پوره نسي زه به هيڅکله هم خپل کور وران او ويجاړ نه کړم بس مينه مينه ده. زه بايد مينه وکړم او دغه کلی د شيطان د ارواحانو په ګورستان بدل کړم .