د متحده ايالاتو ولسمشر له سعودي عرب څخه وروسته مصر ته رسېدلى دى
د امريكا ولسمشر باراك اوباما له مهال وېش سره سم په داسي حال د مصر پلازميني قاهرې ته رسېدلى دى چي مصري پوليسو يې يوشمېر مخالفين نيولي دي
ښاغلى اوباما به له مصري سيال سره د خبرو ترڅنګ د يوې پېړۍ زاړه قاهره پوهنتون په مركزي تالار كي و مسلمې نړۍ ته وينا كوي
ويل كيږي چي هغه به له مسلمانو هيوادونو سره پر نويو بنسټونو د اړيكو پرمخ بولو په اړه خبري كوي او په دغه سيمه كي به د امريكا په اړه د خلكو دمنفي نظر د كمولو هڅه كوي
بلي خواته مصري پوليسو د ښار د طاهراسكوائرپه سيمه كي د امريكايي ولسمشر باراك اوباما پر ضد رابلل سوې مظاهره شنډه كړې او په لسګونه كسان يې نيولي دي
په الاظهرپوهنتون كي موجود تر دوه سوه زيات بهرني لوستونكي نيول سوي دي او هلته په نن ورځ تر سره كېدونكي ازمويني ځنډول سوي دي
الاظهر پوهنتون ته دنژدې بازار پلورنځي تړل سوي او د ښار په فضا كي پوځي چورلكي پروازونه كوي
بلي خواته دا هم ويل سوي چي مصري ولسمشر حسني مبارك به د امريكايي ولسمشر باراك اوباما د وينا په مراسمو كي برخه وانه خلي خوپه دې غونډه كي به د مصر په پارلمان كي د اپوزېشن د مشرتر څنګ د اخوان المسلمين د سازمان غړي هم موجود وي