کور / تازه خبرونه / د پوهني وزارت د ورځنيو فعاليتونو خبرونه

د پوهني وزارت د ورځنيو فعاليتونو خبرونه


14 جوزا 1388


دهرات ولايت دسلطان لیسی الحاقیه  ودانی پرانیستل شوه
د هرات ولایت: نن دروان کال دغبرګولى14 نيټه، د هرات ولايت دمرکز اوړند د سلطان ليسي الحاقيه ودانی د نوموړی ولايت دپوهني رياست درئيس غلام حضرت تنها او د ولايت د مقام استازى لخوا د پتی په پريکولو سره رسماً پرانيستل شوه.
پدی غونډه کی د دولتی مسوولینو سربیره قومی مشرانو او د ښوونځی زده کونکو هم  ګډون کړی و.
نوموړی تعمير په پاخه اواساسی په يو پوړکی په آلمان كي ميشت افغان مهاجرينو په مالی مرسته (۵۴۴۱۴) امريكايي دالرو په مجموعى لګښت  د ۸ مياشتو په موده كى جوړه شوی، چي ۶ درسی ټولکی، ۲ اداری خونی اونور ضروري ملحقات لری.
ديادونی وړده چي په نوموړی ښوونځی کی د (۹۰۰۰) نه زيات هلكان  زده كوونكى په زده کړه بوخت دی، چی د نوموړى ودانۍ په جوړولو سره دياد شوى ښوونځى دزده كوونكو ستونزى د درسى صنفونو دنشتوالى له امله ليرى شى. 


تدویرسیمینار آموزشی در ولایت بادغیس
ولایت بادغیس: امروز 14 جوزا سال روان، سمینار 7 روزه آموزشی ومیتودیکی برای معلمین سواد آموزی ولسوالیهای قادیس وآبکمری ولایت بادغیس در مدیریت های معارف ولسوالی های متذکره  آنولایت دایرگردید.
سیمینار متذکره به کمک مالی موسسه یونسف و به همکاری ریاست معارف ولایت بادغیس براه انداخته شده که به تعداد 60 تن از معلیمن سواد آموزی ولسوالی قادیس وآبکمری اشتراک ورزیده اند که در باره شیوه های جدید تعلیم و تربیه بزرگسالان دانستنی های ارزشمندی را فرا خواهند گرفت.
گفتنی است که دایر شدن همچو سیمینارها در بلند بردن سطح آگاهی و آشنایی معلمین باشیوه های جدید تدریس بخصوص درعرصه کار با کلان سالان موثر واقع می گردد.


دمیدان وردگ ولایت دکلیوالی ښوونکو لپاره یو ورکشاپ په لاره واچول شو
نن دغبرګولى دمياشتى په 14 نيټه، دمیدان وردگ ولایت دکلیوالی ښوونځيو د ښوونكو لپاره درى ورځنۍ وركشاپ د نوموړی ولایت د فاميليو دمنځنۍ ښوونځى په تالاركى په لاره واچول شو.
نوموړی ورکشاپ دیونسف موسسه په مالی ملاتړ او د پوهنی ریاست په همکاری ددی ولایت د مرکز او ولسوالیو دكليوالي ښوونځيو ۶۰ تنه ښوونكو ګدون كړى چى ددى جملى نه ۱۰ تنه ښځينه ښوونكى دى
چی له مخی به یی دنوی ښوونیز  نصاب ارزښتناکه پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی.
دیادونی وړدی چی دورته ورکشاپونو پرانیستل به د ښوونکو د پوهی دلوړلو په کچه کی دنوی روزنی داصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .