د پېښور ښار ته نژدې د نجونو يو بل ښونځى په چاودنكو توكو الوزول سوى دى
د مالوماتو له مخي د پېښور ښار ته نژدې د شېخ محمدي په سيمه كي نامالومو كسانو د نجونو يو بل دولتي ښونځى د چاودنكو موادو په وسيله وران كړى دى
ويل كيږي چي نامالومو كسانو د بډه بير د پوليس اسټېشن ته څيرمه د شېخ محمدي په سيمه كي موجود د نجونو دغه ښونځي ته چاودونكي مواد ځاي پر ځاي كړي و چي په يوه درنه چاودنه اوښتي او د ښونځي ودانۍ ته يې كلك زيان اړولى دى
د رامنځ ته سوې چاودني ږغ تر لري لري اورېدل سوى دى خو د مرګ ژوبلي په هكله لا څه نه دي ويل سوي