زندانيانو ته به عصبي درمل له معايناتووروسته وكړل سي
په كندهاركې ددرمل پلورونكواتحاديې له روغتيارياست سره دژمنيودرملومرسته وكړه
ددغودرملوټولېزمالي ارزښت دوه سوه اوڅلويښتوزروافغانيوته رسيږي .
ددرمل پلورونكواتحاديه وايې چې دغه درملې مرسته يې دكندهاردلوي محبس له زندانيانوسره دژمي دراتګ په مناسبت كړي ده .
دكندهاردروغتياريس ډاكترعبدالقيوم پخلالراوبرته وويل چې په مرسته سويودرملوكې دتقوي ،عصابواونوراړين درمل شامل دي چې دوى به يې ديوي روغتيايې ډلې په مرسته ترزندانيانوپوري ورسوي .
داپه يوه اونۍ كې دننه دوهمه روغتيايې مرسته ده چې دكندهاردعامي روغتياله رياست سره ترسره كيږي .
تردي دوې ورځي مخكې دكاريزمرستندويه ټولني ددرې سوه شل زره امريكايې ډالروپه مالي لګښت له ميرويس رغتون سره دطبي سامان الاتومرسته كړي .
ددغي مرستندويه ټولني مشراوپه جاپان كې دتوكيودپوهنتون استادخالدرشادلراوبرته وويل چې مرسته سويوطبي سامانونوكې داورتوپيدي ماشين اونوراړين سامانونه شامل دي چې درې سوه اوشل زره امريكايې ډالره ارزښت لري .
كه څه هم مرسته سوي سامانونه ددوهم لاس دي خوښاغلي خالدرشاديې په اړه وايې چې لس كاله دګټي اخيستني وړدي .
دميرويس روغتون دسويلي حوزي په كچه سترروغتيايې مركزدي چې له كندهارولايت سربيره دزابل ،اوروزګان ،هلمنداونيمروزولايتونوڅخه هم ناروغان پكې درملنه كيږي .