د امريكا ځانګړى استازى د بې ځايه سويو خلكو د ستونزو مالومولو دپاره مردان ته رسېدلى دى
د مالوماتو له مخي د افغانستان او پاكستان دپاره د امريكا ځانګړى استازى رچرډ هالبروك پاكستان ته د خپل درې ورځني سفر په دويمه ورځ د شمالي پښتونخوا د مردان ښار ته تللى دى
د نوموړي مردان ته د تګ مخه هلته په كېمپونوكي مېشت د بې كوره سوي خلكو د ستونزو په هكله مالومات تر لاسه كول دي
ښاغلي هالبروك مردان ته د تللو دپاره له چورلكي څخه كار اخيستى او هلته يې خپله هغه خبره يو ځل بيا تكرار كړېده چي د بې ځايه سويو خلكو به هراړخيزه مرسته به كوي او د هغوي خپلو كورونو ته د ژر تر ژره ستنېدو د زمينې برابرولو دپاره به هڅه كوي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه