کور / راپور / هلمند: بُست هوايي ډګر پرانستل سو

هلمند: بُست هوايي ډګر پرانستل سو


اوس د هلمند خلک دهوايي پروازونو له لاري دهيواد ترڅنګ دنړۍ ډيرو هيوادونو ته سفرونه کولاى سي ددې ملكي هوايي ډګر ځغاست ليکي دپرانستني په مراسيمو كي دملكي هوايي چلند وزير ،دامريكا او برتانيې سفيرانو او دكابل نه ګڼو مرستيالانو او ميلمنو ګډون كړي وو په هلمند كي ملي تجاران وايي له دي وروسته به يي مالونه تر كوم زيان مخكي دنړي ماركيټونو ته ورسيږي .



دلښكرګاه په جنوب كي دصافيانو كلي ته ورڅيرمه دبست د هوايي ډګر دنوي رن وې يا ځغاست ليکي سړك لكه تور ښارمار خورا ارام پروت دى ترڅنګ يي دمسافرينو له پاره دترمينل يا تم ځاي په تعمير خورا چټك كار روان دي ،



دهلمند خلګ ددې ملكي هوايي ډګر درن وي جوړول ستر خدمت بولي چي له همدي امله يي سلګونه كسان دپرانستني غونډي ته راغلي وه.



 په دي غونډه كي دهلمند ډيرو مسئولينو ځايي اوسيدونكو او ښځينوو ترڅنګ دكابل نه دملكي هوايي چلند وزير حميدالله فاروقي ، داطلاعاتو او كلتورو د وزارت مرستيال ،دامريكا اوبرتانيې سفيران دښځو چارو وزارت مرستياله اغلي پلوشه كاكړ ،دفراه والي او ګڼو نورو لوړ پوړو مسئولينو ګډون كړى وو .



دلښكرګاه دهوايي ميدان د رن وې او ترڅنګ يي دزراعتي پاركونو دجوړولو پروژه تير كا ل څه كم لس مياشتي وړاندي دامريكا دپرمختيايي پروژې ( USAID) له لوري پيل سوه چي په راتلونكي اونۍ كي به ورته دهيواد ددوو هوايي شركتونو اونيز پروازونه پيل سي .



دامريكا سفير كارل ايكين بېري دخپلي وينا پرمهال دهلمند ملكي هوايي ډكر دنړۍ او د دې ولايت سره دنښلولو پل ياد كړ زياته يي كړه په دي وياړم چي دوه پنځو س كاله وروسته بيا دغه هوايي ډكر دامريكا دپرمختيايي بوديجې په مالي لګښت جوړيږي چي دامريكا او هلمند دخلګو دپنځوس كاله وړاندي دوستي ښئي دى وايي (( دپنځو س كاله وړاندي حالت له اوس سره توپير لري ،پخوا سوله ،عدالت او پياوړى اقتصادموجود وو اما تاسو ديرش كاله جكړه تيره كړې ده دلته سليبي جنګونه وسول اوهغه مهال دښۀ ژوند هيله هم نه وه خو اوس يو ځل بيا دهلمند اوسيدونكو دهيواد او نړى سره اړيكه پيداكړه )).



 كه څه هم ددي هوايي ميدان دنوي جوړي سوي رن وي په شاوخوا كي كوم تم ځاي نه ليدل كيږئ خو دملكي هوايي چلند وزير حميدالله فاروقي زيرى وركړ چي په راتلونكي اونۍ كي به دمسافرينو دليږد په موخه دوه هوايي شركتونه پامير او اريانا خپل الوتني له همدي هوايي ډګر نه پيل كړي.



ښآغلي فاروقي وويل دهيوا د په سطحه به دهلمند هوايي ډګر دريمه درجه وي چي رن وې يې ٢٣٠٠دوه زره دري سوه متره اوږد والى او څلويښت ميتره برلري دې وويل له نړيوالو او خصوصاً دامريكا د متحده ايالاتو نه د دا ډول زياتو نورو مرستو غوښتنه هم كوو.



دهلمند والي محمد منګل ددې هوايي ډكر دپرانستني وروستنۍ هوسايي دهلمند دخلګو ،تجارانو او بزګرو وبلله زياته يي كړه ددې هوايي ډګر دجوړيدو كار لا پاي ته نه دى رسيدلى چي دصنعتي او زراعتي پارك ترجوړيدو پوري بۀ دلته ټولي دوه پنځوس ميليونه امريكايي ډالره ولګيږي والي همداراز وويل د رن وې او ترمينل دجوړيدو له پاره تر دې دمه يو لس نيم ميليونه امريكايي ډالر لګيدلي دي دهلمند والي محمد ګلاب منګل دخلګو ددي ويري په ځواب كي چي ايا دبست هوايي ډګر بۀ يوازي دملكي كارو بار پرمخ پاته سي اوكه به يو شمير نظامي مداخلي هم ولري وويل په دي اړه يي له ټول مسئولينو سره خبري كړي دي او دهردول نظامي كيدومخه يي نيول سوي ده.



دلښكرګاه دملكي هوايي ډګرپه جوړيدو به نه يوازي لوى او اوږدي لاري رالنډي سي بلكي ددې ولايت دتجارانو او كارو بار دخاوندانو په خوله دټولو هغو مشكلاتونه چي تر دې دمه يي درلوده خلاصيدونكي دي ملي تجار نعيم خان وايي كله چي وغواړي ميو او تركاري دهيوا په شمول دنړۍ ترماركيټونو ورسوي نه يوازي په لاره كي دامنيتي ستونزو سره لاس او ګريوان كيږي بلكي دلارو په سر يي ميوه هم دګرمي او نورو عوامولو په خاطر ضايع كيږي دده په خبره اوسنى هوايي ميدان به وكولاى سي تر ډيره ددوى دغه ستونزو ته ځواب ووايي ديادوني وړ ده چي دبُست ملكي هوايي ډګر او دهغه په شاوخوا باندي دجوړيدونكي صنعتي پارك په جوړيدو دوه پنځو س ميليونه امريكايي ډالره لګول كيږي چي دامريكا دپرمختيايي بوديجې يا ( USAID) له لوري وركول كيږي . بايد وويل سي چي ددې هوايي ډګر لمړى بنياد دوه پنځوس كاله وړاندي يعني په ۱۹۵۷ميلادي كال كښي دامريكا دوخت دسفير شليډ له لوري ايښودل سو ى وو ‏