کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په هېواد كې د ماشومانو د ژوند شرايط د اندېښنې وړ دي

په هېواد كې د ماشومانو د ژوند شرايط د اندېښنې وړ دي

 

په افغانستان كې د ماشومانو د ژوند شرايط  د اندېښنې وړ دي، د ماشومانو لپاره هغه ډول چې لازم دي د ژوند شرايط او آسانتياوې نشته، په هېواد كې ډېرى ماشومان ښوونځي ته د تلو امكانات نه لري. سره د دې چې ښوونځي ته د تلو امكانات نه لري په ورځني ژوند كې هم له ډېرو لويو ستونزو سره مخ دي. د افغان ماشومانو له ډلې څخه ډېرى داسې كسان هم شته چې له لس كلنۍ مخكې د كور مسؤليت ور په غاړه شوى چې لوى لامل يې په هېواد كې پنځه دېرش كلنې جګړې دي. د دې جګړو له امله د هېواد په زرګونو ماشومان له پلارنۍ مينې څخه بې برخې شول.

يتيمان شول او د كورنۍ دروند مسوليت ور په غاړه شو. دوى اړ دي چې د كورنۍ د ژوندي ساتلو لپاره ډېرو درنو او سختو كارونو ته لاس واچوي. دوى د خپل ماشومتوب په پړاو كې دي. خو د هغه ماشومتوب په پړاو كې نه چې يو څوك يې ونازوي. د هغه ماشومتوب په پړاو كې دي چې د كورنۍ نور غړي له ده څخه ناز غواړي. همدا ماشوم اړ دى چې خپلې كورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيداكړي.



د هېواد په هره سيمه او هره برخه كې په كار بوخت ماشومان ليدل كېږي، چې د ژوند له هرنعمت څخه بې برخې او په ستونزمنو كارونو بوخت دي. په دوى كې ډېر داسې كسان هم شته چې د بې وزلۍ او ژوند د خبرابوالي له امله له خپل پلار او د كورنۍ له نورو غړو سره اوږه په اوږه د ژوند په هره برخه كې كار كوي، څو دوى په ګډه وكولاى شي د ژوند اړتياوې پوره كړي.

موږ ډېرى ماشومان وينو چې د ټكسي چلوونكو ته د سوارۍ د پيداكولو لپاره چيغې وهي. چې په پاى كې هغوى نوموړي ماشوم ته د كار په بدل كې دوه تر پنځو افغانيو پورې وركوي. په همدې ډول په بازارونو كې د پلاستيكونو پلورل، بوټونه رنګول، سپيلني دودول، د موټر د كلينر په توګه كار كول، په هوټلونو كې د شاګرد په توګه كار كول د ماشومانو له عمده كارونو څخه شمېرل كېږي. چې له دې هر كار څخه يو ماشوم ډېره لږه ګټه پورته كوي خو ستونزې يې ډېرې زياتې دي. د بشري حقوقو خپلواك كمېسيون په كابل ښار كې د دې ډول ماشومانو شمېره چې په دې ډول ستونزمنو كارونو بوخت دي ۶۰ زره ښودلې چې ټول يې د اوو او ۱۴ كلونو په منځ كې قرار لري.


په افغانستان کې د شاوخوا ٢٥ ميليون وګړو له ډلې څخه چې د ملګرو ملتونود ماشومانو د صندوق يونيسف د ارزونو پر اساس تر نيمايي زيات يې تر ١٨ کلنۍ ښكته عمرونه لري چي که د بشري حقونو د رپوټ سره سم يې د ٢٥ په سلو کې کارګرو ماشومانو سلنه تقريبي اټکل کړو نو کېداى شي٣ ماشومانو ته ورسېږي.


له بله اړخه دافغانستان د کار او ټولنيزو چارو مرستيال وزير غوث بشيري ويلي، چې ښوونځيو ته د تلونکو ماشومانو څخه يې نژدې درېيمه برخه کار کوي: ((د ښوونځيو په عمر د برابرو ماشومانو له ډلې څخه يې شاوخوا نيمايي ماشومان ښوونځيو ته ځي چې له ډلې څخه يې دېرش په سلو کې کار کوي. د دې ماشومانو له ډلې څخه يې ډېر په دوکاندارۍ، هوټلونو، ورکشاپونو، کرنې او غالۍ اوبدلو باندې بوخت دي.))

نوموړي ماشومان چې له ناز، د ژوند آسانتيا، هوساينې او آرامۍ څخه بې برخې دي او تل په دې فكر كې وي چې څه ډول يو څو پيسې لاس ته راوړي څو يې هم كورنۍ خوشاله شي او هم د درې وخته ډوډۍ لپاره يو څه ولري، ډېرى له دوى څخه په رواني ناروغيو اخته شوي دي.

په دې اړه د کار د نړيوال سازمان چارواکى ښاغلى انوري وايي چې له روغتيايي اړخه همدا اوس هغه ماشومان چې کار کوي. شاوخوا ٦٣ په سلو کې په رواني ناروغيو اخته شوي دي.))

د دې ستونزو د اواري لپاره تر اوسه پورې دولت او يا هم كومې نړيوالې ټولنې هېڅ هم نه دي كړي. نه يې د ماشومانو د روزلو، حرفوي زدكړو او يا هم د دوى د ستونزو په اوارولو كې كوم ګام اخيستى.

كه د ماشومانو ستونزې په همدې ډول روانې وي، نو په راتلونكو څو كلونو كې به ټولنه له يوې لويې ستونزې سره لاس او ګرېوان وي، په ټولنه كې به بې كاري نوره هم ډېره شي، بې سوادي، د ماشومانو د ناسالمې روزنې ستونزه، او همدارنګه به په هېواد كې د معتادينو كچه ډېره لوړه شي.

زموږ چارواكي په سيمينارونو، غونډو او د دوى په اصطلاح ميټينګونو باندې دومره لګښت كوي چې كولاى شي د هر سيمينار په لګښت باندې د ماشومانو د ستونزو د اوارولو لپاره يو كار وكړي. د هغوى ستونزې اوارې كړي ترڅو په راتلونكي كې د معتادو، ناپوهو او بې سواده ماشومانو پر ځاى پوه او د زده كړو لرونكي ماشومان او ځوانان ولرو.