دکليو دبيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروگرام (٧٩) پروژي پدي وروستيو کي دفارياب په ولايت کي گټي اخستني ته چمتو شوي .
ددي ولايت د ملي پيوستون پروگرام د مسوولينو دوينا له مخي پدي پروژو کي استنادي ديوالونه، پل اوپل گوټي ،دڅښاک داوبو زيرمي ، د سرک جوړونه او شگي اچول ، دڅښاک د اوبو ددريو څاگانو کيندنه او دښځو لپاره دغالي اوبدولو د کورسونو دايريدل شامل دي .
يادي شوي پروژي د فارياب ولايت دپښتون کوټ ولسوالي کي د (٧٩٩١١٠٠٠) افغانيو په لگښت دملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو دونډي په شمول بشپړي چي له هغه نه څه دپاسه (٤٨٠٩) کورني گټه اخلي .