په پېښور کې د آريانا پوهنتون مرستيال، د پوهنتون محصلينو، ادارې کارکونکو په خبريالانو ترسره شوې پېښې سخته غندنه وکړه . د آريانا پوهنتون مرستيال ډاکټر انور ظفري خبري رسنيو سره په مرکه کې څرگنده کړې، چې ژورنالستان او ليکوالان د قوم او ملت سترگې دي او دوى تل د ټولنې لپاره غوره خدمتونه ترسره کوي . نوموړي زياته کړه، چې اوس مهال هم داسې خلک شته، چې زمونږ او د ټولنې ترمنځ د اړيکو د خرابولو کوښښونه کوي، خو دوى به په دې لارو کې هيڅکله برياليتوب ترلاسه نکړي . نوموړي دا هم وويل، چې مونږ ژورنالستانو او خبري رسنيو ته پوره پوره احترام لرو او د تېرې ورځې پېښې په هکله مو يو تحقيقاتي هيئت ټاکلى، چې ډېر زر به يې لاسته راوړنې ښکاره شي . د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د آريانا پوهنتون ځينو محصلينو د خبريال عارف همدرد او د هغه ملگرو سپکاوى کړى وه او ورته يې د مرگ او ژوبلې گواښونه کړي وه . عارف همدرد د ورځپاڼې خبرونه او يو شمېر نورو خبري رسنيو سره دنده ترسره کوي، چې تېره ورځ هم د آريانا پوهنتون په اړه يې دهغه راپور جوړلو تکل کړى ؤ، چې څو ورځې وړاندې د اريانا پوهنتون مشر عبدالحق دانشمل د نوموړ ي مرستيال يو شمېر ښوونکيو اومحصلينو د ولسمشر کرزي سره کتنه کړې وه.