کور / شعر / وطن وايي

وطن وايي

عالـــــــــــــــمه زه خپل او پردو وخوړم
 لکه لړم خپلو بچــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو وخوړم


ما خپله  غیږه کی روزلی بچیان
 نن ئی دبل په اشــــــــــــــــــارو وخــــــــــــــــــــــــوړم


یم خپلواکی کی دجا پان همزولی
 زه ســـــــــــــــــــــرو لیـــــــــــــــــوانو دځنگلو وخوړم


هیچا صرفه راباندی ونکړ له
هم تور ښامار په اسویلو وخوړم


ما په قراره باندی نه پریږدی څوک
 چـــــــــــــــــــــــــــــــــــا په قسم چا په نیشو وخوړم


لکه غلبیل می زړه سوری سوری دی
 دناپوهی جنگو جگړو وخـــــــــــــــــــــــــــــوړم
 
حال می لیدلی دی قدیر وطنوال
 چا په قلم چا په وسلو وخــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوړم