جنازه د ارمان وځي یو کس بللی نشم
زخمونه ډیر په زړه دي خوحال ویلی نشم
غمونو اودردونو ددنیا یم ډیر زپلی
نصیبه نور دې دومره ستم زغملی نشم
آشنا په توروسترګو نښتروهي په زړه کې
لا یو زخم جوړ ندی زه بل خوړلی نشم
شام وسحر وي تاته دامیکشي مبارک
دخوار خلکو دوینو زه جام څکلی نشم
دسترګو نه مې نم هم غیرت له ډاراوچیږي
عجبه بې وسي ده چاته هم ژړلی نشم
دعدل اودانصاف قانون ټول شو د دنیانه
دسر قاتل ته هم اوس زه هیڅ ویلی نشم
په ډیر بې عزتي دې زه وویستم له دره
له شرمه په ګریوان هم اوس زه کتلی نشم
دزړه په تې خانه دې دغم ګنج راټول کړی
طاهري یاره نوردې له درد وتلی نشم