افغان او ا يتلاف ځواکونو تيره شپه[ مرغومي١١] په ګډه د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ په دوو اړوندو، سيمو کې د پلټني عمليات يي د طالبانو په ضد پيل کړي وو، چي ناساپه طالب جنګياليو په عملياتو کي شاملو ځواکونو باندي د سپکو وسلو ډزي وکړي .
د ايتلاف ځواکونو په خبرپاڼه کي ويل شوي دي ، افغان او ايتلاف ځواکونو په ځوابي ډزو کي يو زيات شمير طالب جنګيالي په دوو ورته پيښو کي وژل وژلي . د خبرپاڼي په حواله په يادو شوو عمليانو کې مللکي، افغان او ايتلاف ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتي .
د يو بل خبر له مخي : دري تنه وسله وال طالبان په موسي کلا په ولسوالۍ کي تيره شپه هغه وخت د يوي نښتي په ترڅ کي ووژل شول ، چي ا فغان ملي اردو په نوموړي ولسوالۍ کي تصفيه وي عمليا ت پيل کړي و.چي طالبانو سره په نښته کې ښکيل شول.