کور / تازه خبرونه / باراك اوبامابه نن سعودي عرب ته لاړ سي

باراك اوبامابه نن سعودي عرب ته لاړ سي

د امريكا ولسمشر باراك اوباما به  له ټاكل كېدو وروسته د لومړي ځل دپاره  سعودي عرب ته سفر وكړي



ويل كيږي چي د متحده ايالاتو ولسمشر باراك حسېن اوباما به  د مشرفي وسطىٰ  د  درې ورځني سفر په پيل كي نن سعودي عرب ته ورسيږي



نوموى به هلته له  خپل سيال شاه عبدالله بن عبدالعزيز تر څنګ له يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواكو سره وويني



 امكان  لري چي د دوي تر منځ به د فلسطين،عراق،پاكستان او افغانستان  په هكله خبري اتري وسي


 
 ښاغلى اوباما به په سعودي عرب كي له لنډ قيامه وروسته سبا د مصر  د قاهرې ښار ته وخوځيږي چيري چي به هغه په يوه پوهنتون كي و مسلمې نړۍ ته يوه خاصه وينا وكړي


 
د هغه د دې وينا په هكله ويل كيږي چي نوموړى به په خپله دې وينا كي د امريكا او مسلمې نړۍ تر منځ د پراته واټڼ د كمولو هڅه وكړي