د فرانسې د ملكي هوايي ايرلاين ۴۴۷ نمبر الوتكه نن دريمه ده چي تر لوېدلو وروسته لا هم نه ده موندل سوې.
دا الوتكه له برازيل څخه فرانسې ته روانه وه له ۲۲۸ تنو سوارليو سره په هوا كي تر څلور ساعته تګ وروسته د اتلانتيك سمندر له پاسه له رادار څخه وركه سوه او څو ساعته وروسته معلومه سوه چي الوتكه لوېدلې ده.
د برازيل چارواكي وايي په اتلانتيك سمندر كي يې اوس ځيني فلزي ټوټې ليدلي چي ښايي د لوېدلي الوتكي وي.
د دې طيارې د لوېدلو اصلي علت نه دئ معلوم، خو د فرانسې چارواكي وايي ښايي د اسماني تندر يا برېښنا د شاټۍ له وجي لوېدلې وي.
په الوتكه كي ناست كسان ډېرى فرانسويان او برازيليان وو، خو د امريكا، برتانيې، ماركو، هسپانيې، هالنډ، ناروې، بلجيم، فليپاين، اېټاليا او څو نورو هيوادونو اتباع هم پكښي سپاره وو.