د افغانستان او پاكستان دپاره د امريكا ځانګړى استازى په درې ورځني سفرد پاكستان پلازميني اسلام اباد ته رسېدلى دى
د مالوماتو له مخي د افغانستان او پاكستان دپاره د امريكا ځانګړى استازى ريچارډهولبروك په درې ورځني سفر نن د پاكستان پلازميني اسلام اباد ته رسېدلى دى
نوموړى به په خپل درې ورځني سفر كي د پاكستان د ولسمشر او لومړي وزير تر څنګ له يو شمېر نورو لوړپوړو چارواكو سره هم ليده كاته كوي
له ښاغلي هو لبروك سره په دې سفر كي د پوځي،سفارتي او مرستييزو ادارو پلاوي هم ملګري دي چي له كوربنوسره به د اوسنيو عملياتو له امله د بې كوره سويو خلكو د ستونزو او د سمييزو حالاتو په اړه خبري كوي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه