په هلمند كي مېشت برتانوي پوځيان وايي په دغه ولايت كي يې د طالبانو يو مهم قومندان ملامنصور په يوه هوايي بريد كي وژلئ دئ.
برتانوي پوځ وايي له نوموړي سره يې ګڼ شمېر نور طالبان هم وژلي دي، خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د برتانوي پوځيان دغه ادعا چي ملا منصور يې وژلئ دئ، نه مني.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم د ښاغلي منصور مړينه تائېدوي او وايي هغه د هلمند په نهر سراج ولسوالي كي د برتانوي پوځ د اپاچي څرخكي طيارې په ذريعه وژل سوئ دئ.
د افغان چارواكو په وينا ملا منصور په هلمند كي د طالبانو غټ قومندان وو چي په ځانمرګو بريدونو او وسله والو حملو كي يې پراخه ونډه درلوده.