د ميدان وردګو ولايت دنرخ په ولسوالۍ کې دبهرنيو ځواکونو په بمبارد کې درې تنه طالبانو اوڅلور ملکي وګړي وژل شوي دي، طالب وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې په بريد کې ددوي يوسيمه ايز مشر شاه اغاسره له دريو ملګرو وژل شوي؛ هغه وويل چې ددوي ترڅنګ په سيمه کې دبمبارد له المه څلورتنه نور ملکي وګړي وژل شوي .
نوموړي وويل چې په وژل شويو کسانو کې يوه ميرمن يوه پنځه کلن ماشوم اويوسپين ږيرى هم شامل دي .
بهرنيانو ځکه دغه بمباري وکړه چې تيرماښام يي دنرخ ولسوالۍ په همدې سيمه کې دوه ټانګونه په ماين والوزول شول اوله لسو زيات امريکايي سرتيري يي ور ووژل .
تر دې وړاندي هم ډير وختونه داسي پېښه سوې ده چي پر بهرنيانو باندې طالبان بريد وکړي اوتلفات ورته واړوي نودوي يي انتقام له ملکي افغانانو اخلي ولايتي وياند شاهدالله شاهد وايې چې بريد کې يوازې طالبان وژل شوي اوپه ښځو او ماشومانو سترګي پټه وي، شاهد وايې چې دنرخ ولسوالۍ دتوکرک د اخچي په سیمه کې هغه مهال چې وسلوالومخالفین په یوکور کې د یولړ بریدونو ته دتیاریوپه موخه راغونډشوې وو،چې دایساف ځواکونو دهوایي برید لاندې راغلل او نيږدي اته تنه يي ووژل .