کور / تازه خبرونه / پاكستان د يوه مهم طالب د نيولو خبر وركړ

پاكستان د يوه مهم طالب د نيولو خبر وركړ

 

د اسلام آباد پوليس وايي په پښتونخوا كي د پوليسو او پوځ پر مركزونو د بريدونو په تور يې يو مهم طالب مشر ونيوئ.

د اسلام آباد د پوليسو يو مشر طاهرعالم خبريالانو ته وويل چي دغه كس وفدالله نومېږي او د پښتونخوا د بونير ولسوالۍ اوسېدونكى دئ.

د نوموړي په وينا وفدالله يې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د يوې ځايي مدرسې څخه نيولئ دئ.

د اسلام آباد د پوليسو دغه چارواكى زياتوي چي وفدالله د غازي فورس په نامه يوه نوې شبكه جوړه كړې وه، چي امريكا ته د جاسوسۍ په تور به يې په بونير او سوات كي د خلګو سرونه پرې كول او د جهاد په نامه يې تنكي زلميان ځانمرګو بريدونو ته هڅول.