د كرني او مالدارۍ وزارت وايي سږكال په افغانستان كي د ښو بارانونو د اورېدو له كبله په هيواد كي د غنمو د په كښت كي زياتوب راغلئ دئ.
د كرني او مالدارۍ وزير محمدآصف رحيمي وايي سږكال په افغانستان كي دونه غله كرل سوې، چي په تېرو ۳۲ كلونو كي يې سارى نه ليدل كېږي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ په كابل كي خبريالانو ته وويل چي د كرني وزارت يوه ترسره سوې سروې ښيي، چي سږكال به افغانستان د نورو كلونو په پرتله خورا لږه غله د بهرنيو هيوادونو څخه وارد كړي، په داسي حال كي چي تېر كلونه افغانستان د غنمو په برخه كي د بهرنيو هيوادونو پر مرستو تكيه كوله.
د ښاغلي رحيمي له خوا د غنمو د زياتوالي علت د افغانستان په ډېرو سيمو كي د كوكنارو د كښت پرځاى د غنمو كرل او په كافي اندازه د واورو او بارانونو اورېدل په ګوته سول.