چې شفق ووينمه نوم د جانان د خولې ته راشي .
د زړه زندان کې مي تړلى ارمان خولې ته راشي .
زرګره! دواړه لاس دي مات شه دا غم تا جوړ کړى
چې پر باړخو يې ښکلووم نو پېزوان خولې ته راشي .
بيا يې تر خياله را پرېږدم بيا يې بخښمه چې يې .
سينه سينې ته ننواتې شونډان خولې ته راشي .
هغه ګړۍ مي بيا د ورور تر سينه پورې ووزي
چې پردى غشى مي د پور د کمان خولې ته راشي .
هغه سپېڅلى پيغمبر حسن کافر کړي سړى
چې په ليدو يې د زړه تل نه ايمان خولې ته راشي .
قسم دى دا ځل که يې داسې په اسانه پرېږدم
سقيمه! يو وار که يې سره باړخوګان خولې ته راشي .