دلښكرګاه دسولي چوك ته څيرمه ديوې چاودني له امله دري ماشومان ټپيان سوه او نږدي دڅو دوكان هټيو ته زيان ورسيدى
تر چاودني وروسته په ښار كي هرطرف خلګ ځغاسته او دماين دچاودني ځاي ته يي ځان رساوه
كه څه هم دچاودني دپيل پرمهال مالومات نه وه چي دګازو ډبه ده كه ماين خو لږشيبه وروسته هغه كس چي ياده سوي كڅوړه يي له ځان سره تر خپل دوكان پوري راوړي وه راڅرګند سو او خبريالانو ته يي مالومات وركړه
هغه وويل (( ما د سړک پر منځ يوه بوجۍ وليده چي د کور شيان پکښې وه کله چي مي رواخستله او د خپل دکان خواته مي راوړه او پوليسو ته مي خبر ورکړ خو پوليس تقريباً ينم ساعت وروسته را ورسيدل کله چي پوليس پر چوک را تاو سول دلته ماين چاودنه وکړه او زما دوکان يې راته تخريب کړ او زيات زيان يې راته واړاوه ))
ددې پيښي په اړه دهلمند امنيه قوماندان وايي چي تر چاودني وروسته يي څومشكوك كسان نيولي دي اوپه دې اړه پلټني رواني دي چي دقوماندان په خبره وروسته به مالومه سي چي ماين چا او دڅه لپاره راوړي دي.
كه څه هم قوماندان وايي چي دچاودني په اړه دنيول سوو كسانو نه پلټني رواني دي خو تر دي دمه يي پړه چاپه غاړه نه ده اخستې
ديوه بل خبره لمخي تر دي چاودني وړاندي هم دلښكرګاه ښار په نږدي سيمو کي د دوو بيلابيلو چاودنو اوازونه اوريدل سوي چي ديو شمير سرچينو له مخي توغول سوي توغوندۍ وې او پرمځكه تر پريوتو وروسته يي ځاني زيان نه درلود
خو دا هغه خبر دى چي تر دي دمه يي كومي دولتي سرچيني په اړه څه نه دي ويلي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه