کور / تازه خبرونه / امريكا: د بې پيلوټه طيارو حملې بريالۍ دي

امريكا: د بې پيلوټه طيارو حملې بريالۍ دي


امريكايي مطبوعاتو پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتكو راكټي بريدونه كاميابه بللي او د پوځي مقاماتو له خولې وايي چي د القاعده او طالبانو د ۲۰ مطلوبو مشرانو نيمى كسان يې په دې بريدونو كي وژلي دي.


راپور د امريكا د پوځ او استخباراتو په حواله ليكي چي راكټي بريدونه په سوات او ملكنډ كي د پاكستاني پوځ تر عملياتو هم موثر تمام سوي، خو دا يې نه دي ويلي چي د ۲۰ لوړ پوړو مشرانو له منځه يې كوم كسان په راكټي بريدونو كي وژلي دي.

راپور وايي د الوتكو راكټي بريدونو د القاعده شبكې ته دروند زيان اړولئ او هغوى يې له ډار او وارخطايي سره مخ كړي دي، چي له همدې بيري يې اوس د مبايلونو او كمپيوټرونو له استعماله ځكه لاس اخيستئ دئ چي له امله يې د دوى پټنځايونه په آسانۍ سره كشفېداى سي.