د فرانسې حکومت وايي د دوشنبې په ورځ له رادار څخه ورکه الوتکه يې د انتلانتيک سمندر(بحرالکاهل) په يوه ډېره ژوره سيمه کي لوېدلې ده.
دغه ٤٤٧ نمبر جيټ مسافر وړونکې الوتکه د برازيل له پلازمېني ريوديجينيرو څخه د فرانسې پايتخت پاريس ته روانه وه. چي په هوا کي تر اته ساعته الوتني وروسته له رادار څخه په ناڅاپي توګه ورکه سوه او تر څو ساعته ځنډ وروسته يې د لوېدلو خبر ورکړل سو.
د فرانسې د ملکي هوايي چلند اداره وايي پوځي ژغورونکي ډله د افريقا او برازيل ترمنځ په اتلانتيک سمندر کي په عملياتو بوخته ده چي الوتکه او سوارلي ومومي.
د فرانسې جمهور رئيس نيکولاى سرکوزي په الوتکه کي د ناستو کسانو کورنيو ته د تعزيت ترڅنګ ډاډ ورکړئ، چي حکومت به يې د ورکو کسانو په موندلو او د امکان تر حده ژوندي ژغورلو کي خپلي هيڅ رزا هڅي ونه سپموي.
فرانسه وايي که په لوېدلې الوتکه کي چي ٢١٦ تنه مسافر او ١٢ عمله يې درلودل، ټول کسان مړه سوي وي، دا به تر ٢٠٠١ کال راوروسته تر ټولو زيات شمېر کسان وي چي په يوه الوتکه کي ژوند له لاسه ورکوي.
د چارواکو له خوا اوس هم د الوتکي د لوېدلو علت نه دئ په ډاګه سوئ، خو په دې باب يې د کوم تروريستي بريد امکان دمخه لا رد کړئ دئ او وايي ښايي د تخنيکي ستونزي له کبله لوېدلې وي.
د فرانسې جمهور رئيس نيکولاى سرکوزى وايي د الوتکي د لوېدلو اصلي ځاى تر اوسه نه دئ څرګند، خو په دې باب يې د امريکا له متحده ايالاتو څخه مرسته غوښتې چي د سټلايټ په ذريعه د الوتکي د لوېدو سيمه معلومه کړي.
د برازيل د هوايي چارو يوه مامور جورج اسونکاو خبريالانو ته وويل د وژل سويو کسانو زيات شمېر فرانسويان او برازيليان دي، خو د امريکا، منګوليا، ارجنټاين، بلجيم، برتانيې، چين، جرمني، آيرلنډ، اېټاليا، مارکو، ناروې، هسپانيې، فيلپاين او سلواکيا اتباع هم پکښي شامل دي.