دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ اړوند سيمو کې دبهرنيانو دوه ټانګونه په ماين الوزول شوي اودرنده مرګ ژوبله يي ورته اړولې ده.
ذبيح الله مجاهد چې ځان دوسله والو طالبانو وياند ښيې له يوه ناڅرګند ځاي څخه دټېلېفون په کرښه وايې چې دواړې چاودنې يې دريموډکنټرول ماين په واسطه کړي.
هغه وويل چې ددواړو چاودنو په سيمه کې دخارجيانو الوتکي ورته ناستي دي اوخپل مړي يي په کې انتقال کړي دي.
عيني شاهد رحمت الله وايې چې چاودنې مازديګر شپږ بجي وشوي اودوه ټانګونه په کې مکمل لمنځه لاړل.
دولايت دولتي چارواکي دواړې پېښې مني او وايې چې دپوليس سيمي ته نه پريږدي خو د رنده مرګ ژوبله و رته اوښتې.
داپه داسې حال کې ده چې تيره ورځ دخارجيانولخوا دهمدې ولايت دسيداباد ولسوالى دتنګي په سيمه کې په يوه کور چاپه اچول شوې وه چې څلورتنه ملکي وګړي يي په کې وژلي وو اودوه نور يې ټپيان کړي دي.