کور / خبرتیا او پيغامونه / خبرتيا: په افغانستان کي د زړه د جراحۍ پرمختللی اسانتيا

خبرتيا: په افغانستان کي د زړه د جراحۍ پرمختللی اسانتيا

په ګران هیواد افغانسان کی دزړه دناروغۍ هغو ناروغانوته چې تر همدې شیبې یې درملنه په هیواد کې دننه شونې نه وه یانی دزړه نلکې یې بندې یا نیمه بندې وې په خوښۍ سره خبر ورکول کېږي چې افغان- هند یانې کیشا روغتون نوي پرمختللی ماشین دانجوګرافي په نوم دترکیي هېواد متخصصینود ټیم له خوا چې مشریې  اینول  ا ُزتـُرک دی.


 دغبرګولي په ۷ نېټه ددولتي چارواکی ، دپارلمان ځینوغړو، دروغتون رئیس  انجینر مصباح ،دزړه هندي  ډاکټر شبیر احمد ددوستو هېوادونو ترکیې او هندوستان  متخصصینو،داخلي اوخارجي داکټرانو او یو شمیرخبریالانوپه محضرکې دیوې رسمي غونډې په ترڅ کې په کار واچول شو.


 دا ماشين دبشپړ عملیات پرته د نامه لاندې ښي خوا ته د دریوو سانتي مترو په انداره کوچنی سوری غواړی او له همدې لارې دکارونې وسایل داخـلېږي چې یوازې همدې برخې ته بې هوښي ورکول کیږي ناروغ ددرملنې څخه وروسته په عادي پانسمان سره رخصتېږي باید وویل شي چې تر اوسه د نږدې سیمې په هېوادونو کې دایو بیساری ماشین دی  .


 پدې ماشین لومړنی بریالی عملیات ، یوه ۴۲کلنه ناروغه دیاسمین په نوم دلغمان اصلي اوسیدونکې وه  چې دزړه دوه نلکې یې بندې  وې په پایله کې ناروغې خپل صحت بیاومونده او د روغتون مشرتابه ته یې دکورودانۍ په ویلوله ټولو ډاکترانوهم مننه وکړه چې د هیواد په دننه کې یې دا امکانا ت برابر کړي دي .


نورهېواد وال هم کولی شي چې له دغوآسانتیاووڅخه خبر شي او ګته ترې ؤاخلي.


ادرس: کیشا دسرسبزي څلور لارې،شام پاریس هوټل ته څیرمه- کابل


د لراوبر يادونه :


 که څه هم په افغان وطن کي ددې پرمختګ له امله خوښي څرګندوو خو بايد وويل سي په لراوبر کي ددې خبر خپرول د لراوبر د ضمانت يا مسوليت په معنا نه دی .