د جمهوري رياست نوي انتخابات
حزب اسلامي افغانستان خپل مؤمن او مجاهد ولس ته د راتلونکو انتخاباتو په اړه دا پيغام لري:
• زموږ هيواد له يوه حساس پړاو نه د تېرېدو په حال کي دئ، د هېواد او سنى حالت همغسي دئ لکه د شوروي اتحاد ځواکونه چې د افغانستان د اشغال له دوامه مأيوس شوي وو او د وتلو لپاره ئې تيارى نيولو، د دې لپاره چې جگړه دوام وکړي او د روسي فوځونو مأموريت نيمگړى پاته نشي په جبل السراج کي ئې د ايران په وساطت له کمونستانو او ايران پلوه ډلو نه يو کړغېړن او وطن پلورونکى ائتلاف رامنځ ته کړ او د جنگ د دوام مأموريت ئې دغه ائتلاف ته وسپارو او په نړۍ واله کچه ئې له تهران او واشنگټن سره لاس يو کړ تر څو په افغانستان کې د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حکومت د جوړېدو مخه ونيسي
اوس هم گورو چې همغه زړه تجربه تکرارېږي، امريکايان د روسانو پر پل گام ږدي، له وتلو نه مخکي همغه څه کول غواړي چې تر دوى مخکي روسانو وکړل، له يوې خوا له مسکو سره او له بلي خوا له ايران سره په پټو او څرگندو خبرو بوخت دي، مسکو دا موافقه وکړه چې په افغانستان کي د ناټو فوځونو اکمالات د روسيې له لاري تر سره شي، له ايران سره ئې پټي خبري څرگندي شوې او د خبري رسنيو له لاري ئې بلنه ورکړه چې د افغانستان په اړه همغه څه وکړي چې پر افغانستان د بريد پر مهال او د بن د غونډي په ترڅ کي ئې وکړل، د واشنگټن چارواکو په وازه خوله وويل چې ايران د بن په غونډي کي ډيره اغېزمنه ونډه درلوده!! د ناټو ځيني مشران تر دې هم مخکي ولاړل او وئې ويل چې له ايران سره د خپلو فوځونو د اکمال په اړه خبري کوو!! دا په داسي حال کي چي افغانانو دا غونډه او پرېکړي ئې د خپل هېواد د تاريخ تر ټولو لوى او نه هېرېدونکى خيانت گڼي.
• زموږ هېواد د پرون په څېر د اشغالگرو ځواکونو په واک کي دئ، پردي ورباندي حکومت کوي، امريکايانو د خپلي خوښي کړغېړنه او خونړۍ نظامي ديموکراسي پرې مسلطه کړې، د افغانانو د غولولو لپاره ئې داسي افغاني څېرې صحنې ته را ايستلې چې په ظاهر کي افغانان برېښي خو په اصل کي د امريکايانو مامورين دي، د امريکا د تابعيت کارتونه لري او د امريکا د گټو لپاره کار کوي، وزيران افغاني امريکايان دي خو د وزارتونو واک د امريکايي مشاروينو په لاس کي دى. اوس غواړي مزيد فوځونه او مشاورين راولېږي، هڅه کوي خپل نظامي حضور او د افغانستان دائمي اشغال توجيه کړي، نړيوالو ته وښيي چې افغانان د دوى په حضور اعتراض نه لري بلکي د ديموکراسۍ راوستو لپاره د دوى شتون ضروري او مفيد گڼي، که داسي نه واى نو خپله وسله به ئې دښمن ته نه سپارله!! او د دوى د جازونو تر وزر لاندي به ئې په انتخاباتو کي برخه نه اخيستله!! دوى له يوې خوا نور فوځونه افغانستان ته رالېږي، پر کليو او کورونو ئې د بمونو ورول زيات کړي، هره ورځ په لسگونو بې وزلي افغانان په وينو کي رغړوي، له بلي خوا د انتخاباتو خبره کوي، په دې حالت کي د اسلام حکم او د هېواد د آزادۍ يوازينۍ لار دا ده چې افغانان يوځل بيا جهاد ته ملا وتړي او اشغالگران له خپل هېواد نه وتلو ته اړ کړي، بايد په دې پوه وو چې آزادي او خپلواکي د انتخاباتو له لارې نه بلکي د جهاد له لاري تر لاسه کولى شو .
• انتخابات هسي د نورو غولوونکو لوبو په څېر يوه خندوونکي ډرامه ده، په دې سره امريکايان غواړي خپل نظامي حضور او خپل لاس پوڅي حکومت ته مشروعيت ورکړي، د اشغال په حالت کي انتخابات له دې پرته بله معنى نه لري چې د پرديو د مټو، وسلو او پيسو په زور مسلطې شوې څېرې به د ولس د نمايندگانو په نامه پارلمان ته لار مومي او د امريکايانو د خوښي کابينې ته به رأيه ورکوي.
• دوى په خپله وايي چي د عادلانه انتخاباتو لپاره بايد مسلح ډلي بې وسلې شي، دا ځکه چې وسله والي ډلي د انتخاباتو پر نتايجو منفي اغېز کوي او پارلمان ته د دوى د راتلو سبب کېږي!! که دا خبره سمه وي نو د امريکايي مسلح ځواکونو شتون به ولي انتخابات تر خپل اغېز لاندي نه راولي، په داسي حال کي چې دا ځواکونه مخالفين نيسي، عام ولس په وسلو او بمباريو وېروي او بې ضميره نا انسانان په پيسو اخلي، د چا په لاس کى چي هم وسله وي، هم پيسه وي، هم اخبارونه، مجلې، راډيوگانې او تلويزينونه وي، هم زندانونه، هم هوايي ميدانونه وي، هم خلک نيولى او وژلى شي او هم ئې په پيسو اخيستلى شي، معلومه ده چې د داسي اشغالگرو ځواکونو تر وزر لاندي انتخابات به څنگه او نتيجه به ئې څه وي؟!
هر با ايمانه افغان د خپل ايمان په رڼا کي پوهيږي چې په دې حساسو ظروفو او شرايطو کي د ده ايمان څه حکم کوي او د ده اسلامي مسئوليت څه دي.
• دا انتخابات د دې لپاره نه تر سره کېږي چي افغان ولس ته د خپل برخليک ټاکلو او د خپلي خوښي مشران غوره کولو موقع ورکړى شي، افغانان د خپل برخليک خاوندان شي او د ملت د خوښي حکومت جوړ شي. امريکايانو لومړى زموږ هېواد اشغال کړ، اقتدار ئې د خپلي خوښي چارواکو ته وسپارو، خپل مخالفين ئې يا ونيول، يا ئې ووژل، يا ئې له اقتدار نه گوښه کړل او له هغه وروسته چي د نظام مهار ئې په خپل لاس کي ونيو، په بن کي ئې حکومت جوړ کړ او بيا ئې وغوښتل چي همدې لاس پوڅي جکومت ته د انتخاباتو تر نامه لاندي مشروعيت ورکړي، اوس چي اشغالگرانو هم له نظامي پلوه ماتې خوړلې او هم له سياسي پلوه، غواړي يو ځل بيا مخکنۍ لوبه تکرار کړي، له يوې خوا دغه لاس پوڅي تحميلي نظام ته د منتخب نظام نوم ورکړي او له بلي خوا خلک په دغي لوبي کي مصروف کړي او له اصلي موضوع ئې پام بلي خواته واړوي.
• موږ خپل مؤمن او مجاهد ولس ته اطمنان ورکوو چې إن شاء الله خيرالماکرين خداى به د اشغالگرانو ټولي توطئې شنډوي، زموږ له هېواده به ئې وتلو ته هرومرو اړ کوي، د دوى ناولې او خونړۍ ديموکراسي به د کمونستى رژيم په څېر نسکورېږي او په آزاد او خپلواک افغانستان کي به ستاسو د خوښي اسلامي نظام راځي، د دغه مقدس آرمان د تحقق لپاره به هر غيرتي او با ايمانه افغان د خپل ژوند تر وروستۍ سلگۍ او د خپل شاجور تر وروستۍ مرمۍ جهاد کوي . والله على کل شئ قدير.
حزب اسلامي افغانستان