کور / شعر / غــــزل

غــــزل


لــــــــــــه  خپله  لاسه مود ژوند مازديګرى واخېستو
دعزرائيل نه مو په  لوړ قيمت مـــــــــــرګى واخېستو


د اور درک نشته ساړه مې مـــــــــاشومـــــــــان نيولي
په شنه ځنګل پسې مې ځکه تبرګى واخــــــــــــېـستو


اې! لارويه کــــــــــوم لېوه به دې تر سترګـــــو نه وي؟
په دغــــــه لار يې اوس زما دخيال ورکى واخېســــتو


لاس په دعـــــــــــــا شوله سر توره خـــداى ته ودرېـــده
د ستړې پــېغلـــې له اوږې مې چې منګى واخيســـتو


بس د خندا ســــــــــــــــــــکې يې راکـړې له بازاره لـــرې
ښکلو په نــــه  بيه له مـــــــــــــا څخــه زړګى واخيســـتو


غرنۍ پېغله يې په پــــــــــــوزه ږدي د ټيــــک په نــمت
چې د څېړۍ لــــه يوې څانګې يې پرګى واخيســـــــتو


نوراني بيـــــــــــــــــا دکوم مئين په خو نه اور پورې شو
که کومې خوارې ډيوه ګۍ په سرلوګى واخيســـتو