غزل
اباد په دغه كلي كې بې كسه پښتانه
هر څه لري خو هېڅ نكړي بې وسه پښتانه
بس هر سېلاب له ځان سره اخيستى درېغه درېغه
زده كړى دى ژوندون له خاروخسه، پښتانه
عادت د بلې ژبې د كټوې په خوړو دي
دا ځينې تش وجود او بې نفسه پښتانه
دېره لرو، جرګه لرو بس نيت كول پكار دي
د ژوند لمونځونه نه كړي بې اودسه، پښتانه
دا وخت دى چې په ډول او په سندرو خلك پوه كړو
لاس واچوئ كړئ كوز د جنګ له اسه پښتانه
غزل
لكه اور لكه اوبه راته پكار يې
پوه شوې ياره! څومره ته راته پكار يې
له تا نه پوښتم چې څومره دې پكار يم
خو دا وايم لكه زړه راته پكار يې
تاته نه ګورم خو ستا له لارې ګورم
بس نږدې لكه ليمه راته پكار يې
د مغولو منځ كې اوسم ياره راشه
لكه ننګ د پښتانه راته پكار يې
احساس بدو پسې نه ګرځي ملګريه!
ته كه ښه يې نو ډېر ښه، راته پكار يې
یوبیت
دا چې درسره د سترګو جنګ كوم
ګلې په ښايست باندې دې ننګ كوم
څلوريزه
چې در وګورم پوره شم
چې را وګورې غره شم
وايي ښې لنډۍ مې زده دي
نوره څومره پښتنه شم!
غزل
څومره پښتانه څومره يې كلي دي
دومره ويده شوي دومره غلي دي
سترګې زما سرې وې د رقيب هم سرې
ما ژړلي، ده ښه شراب څښلي دي
مه تنګوه پرېږده لوپټه دې نور
ګورم درته نه، نه مې كتلي دي
مې وايه په خوله خو زه دې خوښ يمه
سترګو دې هر څه راته ويلي دي
اوس مې احساس كله بې پښتو پرېږدي
اوس خو مې ډګر ته ور دانګلي دي
غزل
شكر نن مې پښتانه ته غاړه وركړه
غيرتي شوم ما خو غره ته غاړه وركړه
نن به يې څو ځله په زړه كې وي تېر شوي
موده وروسته مې هغه ته غاړه وركړه
طالبان چې كله ووتل له ښاره
ته او خداى دې بيا دې څه ته غاړه وركړه
دى ((مومند بابا بهير))* كې مدام ناست وي
دغه ځوان ته احساس ځكه غاړه وركړه
*مومند بابا ادبي بهير: د بلخ ولايت په مركز (مزارشريف) كې د پښتنو شاعرانو بهير چې اوونيزې غونډې كوي او تر دې دمه يې په لسګونو ځوانان د پښتو ادب له شاعرانه كاروان سره ملګري كړي دي.
غزل
دلته هر ځوان د پښتو ژبې كتاب دى
زما ملګرى دى د هر مغل ځواب دى
*بس غوټي پسې وهو په لاس به راشي
له ګوهرو ډك مو مخې ته درياب دى
لار اوږده ده خو منزل ته به رسېږو
يو ځاى تګ كړو پل مو يو بل ته حساب دى
د هغو مشرانو شمېر يو څه كم شوى
چې ويل يې پام كوئ وخت لږ خراب دى
چې احساس ورسره دى ځكه بې درېغه
كار كوي او لرې كړى يې نقاب دى
* لاندې بيت څخه په الهام:
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا ويل چې په درياب كې ګوهر نشته
غزل
اوس خو مې سيكي په لاس كې نشته اوس به څه كېږي
اوس خو مې د چم خلك هم وايي چې څه نه كېږي
ما سره د كركې ښار كې مينه و زړه دي څه وكړم
دلته خو د مينې سپكه، سپكه هم د زړه كېږي
ما كيسې ګټلې تا دنيا خپله پرېمانه كړه
زما كار ګوره نه كېږي خو ستا كار څومره ښه كېږي
دا چې كله كله په چا باندې غلط شوى يم
دا خو رانه ښار كې عادتونه د خپل غره كېږي
شكر ستړى نه يم خير لاسونه دي خيرن به شي
بيا به پرې هم زر كېږي، اور كېږي، اوبه كېږي
اوس نو ټول وايوو سندرې
بابا!
ښه دي و ويلي
اوس زه هم يوازې نه يم
د دې ښار يو څو ځوانان
چې ورو، ورو مې شو ياران
چې به خواته كله راغلل
د پښتون د مركو په شان به ناست وو
ستا د دور د جرګو په شان به ناست وو
يو به غږ كړ:
اې احساسه!
ولې غلى راته ناست يې
ته خو وكړه ها خبرې
ها خوږې لكه شكرې
دوى به غوږ شول
ما به پيل كړلې سندرې
بابا!
ښه دي و ويلي
اوس زه هم يوازې نه يم
اوس مې هغه ټول ياران
بس هر يو لري جانان
اوس چې كله سره كېنو
د پښتون دمركو غوندې را تاو شوو
ستا د دور د جرګو غوندې را تاو شوو
اوس نو دوى هم كړي زما غوندې خبرې
ها خوږې لكه شكرې
اوس نو ټول وايوو سندرې
بابا!
ښه دي و ويلي
كه خوشال سره يې تېر كړل يو څو كاله
دا د غره خټك به واړه شاعران شي
درې بيتونه
لكه ستورى مې په شپه زړه كې اوسېږې
ته ښايسته يې په ښايسته زړه كې اوسېږې
ستا ښكلا او حيا تل پكې خوندي وي
پښتنه يې لوپټه زړه كې اوسېږې
له مودو نه مې خوبونو كې ابادې
له مودو نه مې ويده زړه كې اوسېږې