د بلجيم صدراعظم افغانستان ته ناڅاپي سفر وكړ او په كابل كي يې له افغان لوړ پوړو مقاماتو سره وليدل.
صدراعظم هرمن ورن راى تر غرمې وروسته له افغان ولسمشر حامد كرزي سره په يوه خبري كنفرانس كي له افغانستان سره د مرستو ټټر وډباوه او له افغان حكومت څخه يې وغوښتل چي د بيان د آزادۍ، د بشري حقونو د تامين او د قانون د حاكميت په لاره كي يې له افغان حكومت څخه د نورو ګامونو د اوچتولو غوښتنه وكړه.