کور / تازه خبرونه / مسافر وړونكې الوتكه له ۲۲۸ سوارليو سره وركه ده

مسافر وړونكې الوتكه له ۲۲۸ سوارليو سره وركه ده


د فرانسې حكومت وايي د ملكي هوايي چلند يوه الوتكه يې نن د اتلانتيك سمندر له پاسه وركه سوې ده.

دغه الوتكه چي د برازيل او پاريس ترمنځ يې الوتنه درلوده، له رادار څخه په ناڅاپي توګه وركه سوه چي تر اوسه يې د وركېدو په اړه معلومات نسته.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت ويلي په الوتكه كي ۲۲۸ تنه سپاره وو چي د برخليك په اړه يې هيڅ معلومات نسته.


د فرانسې د هوايي چلند مسئولين وايي سره له دې چي د الوتكي د وركېدو اصلي علت نه دئ معلوم، خو ښايي د تخنيكي ستونزي سره مخ سوې وي او داسي نښه نه ليدل كېږي چي پر الوتكه دي كوم تروريستي بريد سوئ وي.


د چارواكو په وينا په الوتكه كي ناست ۲۱۶ تنه مسافر او ۱۲ تنه يې پيلوټان او كاركوونكي دي.