د پښتونخوا ايالت په كوهاټ ولسوالي كي يوې زوروري چاودني څلور كسان مړه او اته نور ټپيان كړل.
د كوهاټ چارواكي وايي په ټپيانو كي د څو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دئ.
د كوهاټ د پوليسو يوه مسئول احمدخان بي بي سي ته وويل لومړني راپورونه ښيي چي يوه كس د تيراه په اډه كي په يوه خونه كي خپل سامان ايښى وو او خپله تللى و چي زوروره چاودنه رامنځته سوه.
تر چاودني وروسته ياد سوې كوټه په بشپړ ډول له منځه تللې ده او شاوخوا ولاړو موټرانو ته يې هم زيان اړولى دئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه