د افغاني فرهنګ او دودونو مينه والو په خوښۍ تاسې ټولو ته خبر دركوو چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مرسته په هندوستان كې د افغاني تاريخي يادګارونو او پښتني دودونو په اړه په پښتو ژبه د تلويزيوني او راډيويي خپرونو او ډاكمنټري فلمونو يوه نوې لړۍ چمتو شوې او هره چهارشنبه ماښام ۹ بجې او تكرار يې پنجشنبه سهار لس بجې د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون په څپو خپريږي ، تاسې كولاى شئ په هېواد كې د ننه او بهر دغه په زړه پورې خپرونې وګورئ ، د خپلو نيكونو له وياړونو خبر شئ ، په هندوستان كې د مېشتو پښتنو مېنې او ژوند او د پټان سټايل معمارۍ ظرافت او رنګينۍ وګورى .
د خپرونو كوربانه دي :
پروفيسور خالق رشيد، په هند كې دافغانستان فرهنګي اتشه
مطيع الله اباسين ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د توريزم چارو سلاكار
داړيكو شمېر: ۰۰۹۳۷۷۷۲۱۱۰۰۶
برېښناليک : M_abasin@yahoo.com